دا حافظ گل‌بهادر نه دی!

خپور شوی: کب 22, 2024Categories: د حقیقت معاینه

افغانستان انټرنشنل د پاکستاني طالبانو د یوه پخواني قوماندان چې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو تصویر په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر حافظ‌ ګل په نوم ـ خپور کړی دی.
ددغه تصویر خپرېدل، خبر ناسم او ګمراه‌کوونکی کوي.
افغانستان انټرنشنل د «حافظ ګل بهادر څوک دی؟» په نوم یو راپور برابر کړی. خو په دې راپور کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستیال تصویر اېښودل شوی چې یوولس کاله مخکې ووژل شو، له همدې امله ویلای شو چې دا حافظ ګل بهادر نه دی.
هغه تصویر چې افغانستان انټرنشنل خپور کړی، د پاکستاني طالبانو تحریک د مخکیني مرستیال ولي‌ الرحمان دی چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
د پاکستاني طالبانو تحریک د پخواني مرستیال ولي الرحمان له وژل کېدو وروسته، د هغه تصویر د معتبرو رسنیو له‌خوا خپور شوی دی.