سترګې پټول که بې‌خبري؟

خپور شوی: April 8, 2024Categories: د حقیقت معاینه

اطلاعات روز ورځپاڼې او افغانستان انټرنشنل د کابل په قرغې سیمه کې د طالبانو د اقتصاد وزارت د مرستیال عبداللطیف نظري د ساتونکو او طالب پوځیانو ترمنځ د لفظي او فزیکي شخړې په اړه راپور خپور کړی چې ددغو دوو راپورونو ځینې معلومات ناسم او آن ګمراه‌کوونکي دي.
افغانستان انټرنشنل شبکې دا پېښه چې د تېرې جمعې په ورځ شوې، د سرچینو له قوله خپره کړې ده: «د دوی [سرچینو] په وینا نښته هغه مهال پيل شوه چې د قرغې په بند کې د طالبانو یوې پوستې غوښتل د نظري موټر ودروي، خو کسانو یې په وړاندې مقاومت وکړ.»
خو هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل د ښاغلي نظري د مخینې په اړه خپاره کړي، ناسم او نیمګړي دي.
افغانستان انټرنشنل لیکلي: «عبداللطیف نظري، د طالبانو په حکومت کې د هزاره وګړو له ګوتې په شمار کسانو څخه دی. هغه په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې، په یوه خصوصي پوهنتون کې د استاد په توګه کار کاوه او د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال په توګه وګمارل شو.»
خو اطلاعات روز ورځپاڼې دا راپور له ریښتیا ارزولو پرته خپور کړی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې دا پېښه په دې ډول لیکلي: «د سرچینو د معلوماتو پربنسټ، طالبانو د پلټنې په دې پوسته کې د ښاغلي نظري د سپرلۍ موټر درولی او د هغه دولتي پېژندکارت ته یې پام نه دی کړی.
سرچینې وايي چې له هغې وروسته، د ښاغلي نظري ساتونکو غبرګون ښودلی او په دغه پوسته کې یې طالب پوځیان «کلابند» کړي دي.
د لطیف نظري په اړه د دغه راپور معلومات د افغانستان انټرنشنل د راپور په شان نیمګړي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي: «ښاغلي نظري د مخکیني حکومت پرمهال د پوهنتون د استاد او سیاسي فعال په توګه فعالیت کاوه.»
ریښتیا ارزول
اطلاعات روز ورځپاڼې د «دولتي پېژندکارت» او د لطیف نظري د ساتونکو له‌خوا د طالب پوځیانو د کلابندۍ په شان کلیمو په کارولو، ناسم او نه تایید شوي معلومات خپاره کړي دي.
خو تر ټولو مهم د جمهوریت پرمهال د لطیف نظري له مخینې او له طالبانو په تېره په دوحه کې له طالب مسوولینو سره د هغه له اړیکو سترګې پټول دي.
اطلاعات روز او افغانستان انټرنشنل دواړو لطیف نظري د پوهنتون استاد معرفي کړی، خو قطر ته د ښاغلي نظري د تګ راتګ او له طالبانو سره د نوموړي د اړیکو په اړه یې څه نه دي لیکلي.
په دوحه کې د طالبانو له غړو سره د لطیف نظري له لیدنو سترګې پټول ښايي د بې‌خبرۍ او یا سترګې پټولو له امله وي، په دواړو حالتونو کې دا نیمګړتیا خبر ګمراه‌کوونکی کوي.
که رسنۍ دا معلومات ولري؛ خو له خپرولو یې سترګې پټوي، په هغه صورت کې به راپور ورکول سلیقه‌یي او یواړخیز وي.