ددغو بدبختیو مسوول څوک دی؟
افغانستان انټرنشنل او آماج نیوز د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د لړم په شلمه نېټه د یوې مېرمنې انځور خپور کړ چې د طالبانو لهخوا وهل ټکول شوې وه، دغې ځوانې ښځې په دې انځور کې د کابل ښار د یوولسمې حوزې د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې آمر تورن کړ چې له هغې یې د جنسي رابطې غوښتنه کړې وه.
دغو دوو شبکو او څو نورو رسنیو دا انځور پرته له دې چې د دې مېرمنې په غږ او تصویر کې بدلون راولي، چې ونه پېژندل شي، خپور کړ.
د افغانستان انټرنشنل شبکې له لوري ددې انځور له خپرولو وروسته طالبان یو ځل بیا ددې ښځې کور ته ورغلل او هغه یې افغانستان انټرنشنل شبکې ته د تصویر استولو له امله د دوهم ځل لپاره ونیوله او دا ځل – د دې ښځې په وینا – څه د پاسه ۴۰ ورځې د طالبانو په بند کې وه.
د طالبانو ناوړه چلند
په هغه تصویر کې چې له دغې ښځې خپور شوی، د وهلو ټکولو نښې پکې لیدل کېږي؛ خو د جنسي رابطې غوښتنه او ددې تصویر د خپورولو لپاره د رسنیو غیرمسوولانه پرېکړې، دا مېرمن د دوهم ځل لپاره د طالبانو منګولو ته وغورځوله او د دې ښځې په وینا د طالبانو په بند کې شکنجه او وهل ټکول شوې ده.
طالبانو ددې ښځې له نیولو څو ورځې وروسته چې آرزو کوهستاني نومېده، د آرزو کوهستاني او وسیمه کوهستاني د اعتراض تصویر خپور کړ، دغو دواړو په دې تصویر کې وویل چې د افغانستان له مقاومت جبهې سره یې کار کاوه، وروسته چې دواړه له افغانستانه ووتلې وې ویل چې دا اعتراف جبري و او دوی د افغانستان له مقاومت جبهې سره هېڅ اړیکې نه لرلې.
د قضیې پيل
آرزو کوهستاني او وسیمه کوهستاني چې سره ملګرې وې دواړه یوه کیسه کوي:
آرزو کوهستاني د یوه پخواني پوځي خور ده او طالبانو یې کور تلاشي کړ او د پلټنې له بڼې سره د آرزو کوهستانۍ له مخالفت وروسته، د طالبانو لهخوا وهل ټکول شوې او امنیتي حوزې ته ولېږدول شوه؛ خو بېرته خوشې شوه.
وسیمې کوهستاني له آرزو وغوښتل چې په تصویر کې ښکاره شي او پر بدن یې د وهلو ټکولو نښې وښيي.
وسیمې کوهستاني دا تصویر ثبت کړ او د افغانستان انټرنشنل په ګډون یې رسنیو ته ولېږه.
د افغانستان انټرنشنل شبکې له لارې ددې تصویر د خپرېدو له امله یو ځل بیا طالبان د آرزو کوهستاني کور ته ورغلل او هغه یې یو ځل بیا ونیوله.
آرزو کوهستاني وايي، مجبوره شوه اعتراف وکړي چې دا تصویر وسیمې کوهستانۍ ثبت کړی و او طالبانو وسیمه کوهستاني هم ونیوله.
وسیمه کوهستاني له خوشي کېدو وروسته له هېواده ووتله او د آرزو کوهستاني برخلیک روښانه نه و.
ناسمې او نه تایید شوې ادعاوې
له هغې پېښې دوه نیم کاله وروسته وسیمې کوهستاني له انیسې شهید سره په خبرو کې داسې څرګندونې وکړې چې ځینې دا ادعاوې ناسمې ثابتې شوې.
وسیمې کوهستانۍ په دې خبرو کې چې د روان کال د وري په ۱۲مه خپرې شوې، ادعا وکړه چې لږ ترلږه دوه ځله پر آرزو کوهستاني تېری وشو، کله چې لومړی ځل د طالبانو په بند کې وه او بل ځل وايي چې د هغې په مخکې طالبانو پر دغې مېرمنې تېری وکړ.
وسیمه کوهستاني یو ځل بیا ادعا کوي چې هغه ۹۹ سلنه په دې باور ده چې آرزو ژوندی نه ده.
په بله برخه کې وسیمې کوهستاني ادعا وکړه چې طالبانو یو کس د سړک له غاړې راوست او هغه یې د آرزو خاوند معرفي کړ، په داسې حال کې چې دا کس د آرزو خاوند نه و.
چوپتیا ماته شوه
ددغه راز ادعاوو له مطرح او خپرېدو وروسته آرزو کوهستانۍ چوپتیا ماته کړه او په دې اړه یې له انیسې شهید او ایندیپنډنټ فارسي سره خبرې وکړې.
د آرزو کوهستاني راڅرګندېدو د هغې د مړینې ادعا ناسمه ثابته کړه؛ خو دغې مېرمنې څو نورې ادعاوې هم رد کړې.
آرزو کوهستاني وايي چې د طالبانو په بند کې وهل ټکول او شکنجه شوې؛ خو پر نوموړې د تېري ادعا ردوي.
وسیمې کوهستانۍ له انیسې شهید سره په خبرو کې ویلي، هغه کس چې د آرزو کوهستاني ترڅنګ ولیدل شو خاوند یې نه و؛ خو آرزو کوهستاني له ایندپنډنټ فارسي سره په مرکه کې د واده تصویرونه او نکاحخط ښيي چې هغه سړی یې خاوند و.
آرزو کوهستاني وایي چې پر نوموړې د تېري له ادعا وروسته، د هغې خاوند طلاق ورکړ.
د طالبانو غبرګون
افغانستان انټرنشنل ددې تصویر له خپرېدو یوه ورځ وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له پخواني ویاند سعید خوستي سره خبرې وکړې؛ دغې شبکې په یوه خبر کې ولیکل: «د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چمتو دي په کابل کې له یوې ښځې سره د ناوړه چلند ادعا د څېړلو لپاره چې وایي طالبانو پرې د جنسي تېري نیت درلود، علني محاکمه ترسره کړي.»
پایله
رسنۍ په تېره بیا افغانستان انټرنشنل ددغه راز خبرونو په خپرولو د انسانانو برخلیک لا ګواښي، ددې خبر په خپرېدو سره طالبان وتوانېدل چې آرزو کوهستاني په ګوته او هغه د نوموړې تصویر د خپرېدو له امله بیا ځلې ونیول شوه.
آرزو کوهستانۍ په خپلو تازه څرګندونو کې وايي چې د طالبانو په زندان کې یې شپږ میاشتنی ماشوم چې په ګېده کې یې و له لاسه ورکړ او له بدني او رواني شکنجې سره مخ شوه.
رسنۍ کولای شي د ترلاسه شویو تصویرونو له ارزونې وروسته یې د خپرېدو پرېکړه وکړي؛ دا ډول نه تایید شوي تصویرونه او خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې شور ماشور راپورته کوي؛ خو غیرمسوولانه اطلاع رسوونې دا ډول ناوړه پایلې لرلی شي.
د تېري ثابتول یوه پېچلې مسله ده او مسلکي او طبي آزمویښتونو ته اړتیا لري؛ هغه خبریالان او رسنۍ چې دا ډول ادعاوې خپروي آیا دا ثابتولای شي چې تېری شوی دی؟
ددغو پایلو بیه قربانیان ورکوي او داسې بنسټ نشته چې له رسنیو پوښتنه وکړي چې دا ډول کارونه یې د انسانانو له ژوندانه سره لوبې کول دي نه اطلاع رسوونه.
آرزو کوهستاني هغه یوه قرباني ده چې رسنیو یې برخلیک تر دې ځایه ورساوه او د ناهیلیو او ستونزو په منځ کې یې یوازې پرېښوده.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]