دا د قطر د بهرنیو چارو وزیر نه دی
آمو ټلويزيون د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ويسټ د کتنې انځور د قطر د بهرنیو چارو د وزير په نوم خپور کړی دی.
په انځور کې د قطر په بهرنيو چارو وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخليفي ليدل کېږي.
دغې رسنۍ په داسې حال کې دا تصوير او ناسم خبر خپور کړی چې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ پر ايکس پاڼه ليکلي، هغه د قطر په بهرنيو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره کتلي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني دی چې ددغه هېواد لومړی وزير هم دی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]