په خبرونو کې مبالغه

خپور شوی: April 6, 2023Categories: Uncategorized @ps

افغانستان انټرنیشنل په خپل ټویټر پاڼه کې د “ستاسې روایت” په برخه کې یو انځور خپور کړی او د یوه هیوادوال په ژبه یې لیکلی: “طالبان هره ورځ د ښار په بیلابیلو سیمو کې د مسافرینو موټرونه ودروی او په ټوپک ګواښلو سره له موټر چلوونکو څخه ۵۰ افغانۍ اخلی.”

مګر ایا په حقیقت کې “هره ورځ” او “د کابل په هرې برخې کې” داسې باج ګیري شتون لری؟

په دې انځور کې دا روښانه نه ده چې طالبان له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلی او دا ستونزمنه ده چې دا تایید یا رد شي، خو هغه څه چې غلط ښکاری، په خبرونو کې د “ورځنی” او “هرې سیمې” الفاظ کارول دی او دا په خبرونو کې مبالغه ده.

موږ په مختلفو لارو کې د دریو مسافر وړونکو موټر چلوونکو سره خبرې وکړې ، او ټولو چلوونکو دا ډول خبرونه رد کړل ، او دوی تایید کړه چې باج ګیري مسله عامه نده.

د طالبانو د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، پدې لړ کې مونږ اقدام کړی او د مخنیوی لپاره د شکایتونو بررسي څانګه فعاله ده.