په افغانستان کې د داعش په اړه د ادعاوو او حقایقو تر منځ توپیر
تېره اونۍ، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ملی ټلویزیون ته وویل چې “داعش په افغانستان کې نشته”، خو دا ادعا د طالبانو د ویاندانو له خوا د خپرو شویو احصایو او همدارنګه د سیمه ییزو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو سره په ټکر کې دي.
په یوه کال کې د داعش پر ضد ۸۰ عملیات
د طالبانو ارقام ښیی چې تېر کال د خراسان څانګې د داعش د غړو پر ضد شاوخوا ۸۰ عملیات د طالبانو له خوا ترسره شوي، چې ډېری یې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې ترسره شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د ارقامو له مخې، په دغو عملیاتو کې د داعش له ۱۰۰ څخه زیات غړي وژل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور نیول شوي دي.
په دغو عملیاتو کې د داعش دوه مشران اعجاز امین اهنګر او قاری فتح هم ووژل شول.
افغانستان د مرکزی او جنوبی اسیا لپاره ګواښ دی
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ کال د کب په میاشت کې خپور شوی راپور وایی، افغانستان په تروریستی ډلو کې د خپلو فعالیتونو له امله مرکزی او جنوبی اسیا ته ګواښ دی.
د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د یوې اغیزمنې امنیتی ستراتیژۍ په نشتوالی کې، ترهګرې ډلې لکه داعش، خراسان څانګې، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی)، د ازبکستان تحریک اسلامی او نورې ترهګرې ډلې په هیواد کې له ازادۍ او فعالیت څخه برخمنې دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور وایی، داعش، چې په افغانستان او د خراسان تاریخی سیمې باندې ستراتیژیک تمرکز لری، غواړی چې د خپلو بریدونو له لارې وښیی چې طالبان ناتوانه دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا، داعش هڅه کوی چې په سیاسی ماموریتونو باندې د بریدونو له لارې د طالبانو او نورو هیوادونو ترمنځ سیاسی اړیکې کمې کړی.
په راپور کې ویل شوی چې د سپتمبر په میاشت کې د روسیې پر سفارت برید، وروسته له هغه د پاکستان سفارت او هغه هوټل چې چینایی اتباعو پکې شتون درلود، دغه ډله په افغانستان کې ډیره مطرحه کړې، د دې ترڅنګ داعش په مکرر ډول په شیعه ګانو باندې بریدونه پلان کړي او ترسره کړي ترڅو د پښتنو واک کمزوری کړی.
په بلخ کې د طالبانو پر والی برید او د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې د داعش پر ضد عملیات هغه وروستۍ تازه پیښې دي چې له یادې ډلې سره تړاو لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې په افغانستان کې د داعش شمېر له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې اټکل شوی، خو ځینې اټکل کوی چې دا شمېر به تر ۶۰۰۰ پورې وی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوی، د داعش مرکز په کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې دی، او یو لوی مرکز یې په کابل او د ښار په شاوخوا کې فعال دی، خو کوچنۍ ډلې یې په بدخشان، فاریاب، جوزجان، کندز، تخار او بلخ ولایتونو کې پیژندل شوی دی.
د مخدره توکو قاچاق د دې ډلې د عاید یوه سرچینه ده.
د احصایو له مخې، په 1401 کې، کابل، بلخ، بدخشان او کندز ولایتونه د وژونکو بریدونو هدف وو.
په دغو بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۷۰ ډېر نور ټپیان شول.
تر ټولو وژونکی بریدونه په دشت برچی کې د عبدالرحیم په ښوونځی، خانګاه علاء الدین، وزیر اکبر خان جومات، د هرات د ګذرګاه جمی جومات، د کاج روزنیز مرکز، د سمنګانو جهادی ښوونځی او د بهرنیو چارو وزارت باندې بریدونه وو.
په افغانستان کې د داعش پیاوړتیا
پداسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوی چې داعش په افغانستان کې شتون نلری، هغه د حکومت د سرپرست ویاندانو لخوا ترلاسه شوی ارقام هم ردوی.
په دې وروستیو کې، د متحده ایالاتو د لوی درستیز جنرال مایکل کوریلا وویل چې د داعش وړتیاوې په تیر کال کې زیاتې شوې دی: “زما د قوماندې اټکل دا دی چې د داعش خراسان څانګه کولی شی له شپږو میاشتو څخه په لږ وخت کې د متحده ایالاتو یا نورو لویدیځو هیوادونو د ګټو پروړاندې عملیات ترسره کړی.”
سرچینې:
امیر خان متقی له ملی تلویزیون سره مرکه مارچ ۱۹
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ۱۳ فبروری
جنرال مایکل کوریلا ، سینټ کام. 16 مارچ
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]