د خبرو او کړنو ترمنځ تضاد او واټڼ
د طالبانو اسلامی امارت د نجونو د زده کړې مخالف نه دی، د طالبانو د لومړی وزیر مرستیال د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی سره په یوه کتنه کې وویل.
دا څرګندونې د یو شمېر دولتی چارواکو له کړنو او ویناوو سره ورته نه دی.
د طالبانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې غواړی نجونې دې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی، خو نور، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو مشر مولوی هبت الله ته نږدې دی، د نجونو د زده کړې مخالف دی او په مکرر ډول یې دا نظر څرګند کړی دی، د بیلګې په توګه، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د نجونو د ښوونځیو پر تړلو نیوکه وکړه او دا یې د اسلامی دین د تعلیماتو خلاف وبلله، ښاغلی ستانکزی وایي چې زده کړه او تعلیم د اسلام پیغمبر د حدیثو له مخې په نارینه او ښځینه فرض شوی دی.
خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر دا مهمه اسلامی مسله چې پوهه او تعلیم په هر نارینه او ښځینه فرض دې ردوی، او د نجونو د ښوونې او روزنې څخه د مخنیوی په دفاع کې زده کړې فرض نه ګڼي او پوهه په دنیوي او غیر دنیوي ویشي.
له دې مخکې، د پوهنې پخوانی سرپرست وزیر د نجونو د ښوونځیو د تړلو دفاع وکړه او ویې ویل چې د نجونو تعلیم د سنت او کلتور خلاف دی، او د طالبانو چارواکی وویل چې خلک نه غواړی خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوی، دغه نظر په هغه وخت کې د خلکو له خوا له ډیرو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شو.
سرچینو تایید کړې چې د نجونو د زده کړې په اړه طالب چارواکي په دوو ډلو ویشل شوي. او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفارت تر دې مخکې په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړې نیوکه کړې وه او ویې ویل چې د قندهار نارینه په یوه بڼه د طالبانو جلا اند وړاندي کوي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]