آیا د کابل پر هوايي ډګر برید د طالبانو لپاره د داعش لومړنی د خطر زنګ و؟
د آمو ټلوېزیون انټرنټي پاڼې افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت په اړه یوه راپور کې ګمراهکوونکي معلومات خپاره کړي دي.
د دې راپور په پیل کې راغلي چې «د داعش ډلې د خراسان څانګې لومړی د خطر زنګ هغه مهال ووهل شو چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو یوولس ورځې وروسته د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل کې د ترټولو خونړي برید مسوولیت ومانه، دا برید د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې ترسره شو.»
د طالبانو پروړاندې د داعش د برید په اړه د دې راپور یوه برخه ولې ګمراهکوونکې او ناسمه ده؟
افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګې له پیدا کېدو مخکې دغو دوو ډلو په ځلونو نښتې سره کړې وې؛ خو طالبانو په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۶ هجري لمریزو کلونو کې د داعش د غړو پروړاندې لږترلږه د سختو نښتو دوې جبهې لرلې؛ په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې د ننګرهار په جبهه او ۱۳۹۶ کې د جوزجان په جبهه کې.
په هغه وخت کې طالبانو تر ډېره د داعش ډلې پر له منځه تلو تمرکز کړی و او د جوزجان په جبهه کې یې دغه ډله تر ډېره له منځه وړې وه. د هغو راپورونو له مخې چې هماغه مهال خپاره شول، د داعش ځینې جنګیالي د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته دولتي ځواکونو ته تسلیم شول، وروسته بیا د طالبانو ویاند مخکینی حکومت د داعش له جنګیالیو سره پر مرستې تورن کړ او وېویل چې د مخکیني حکومت ځواکونو داعش جنګیالي د هغوی له منګولو وژغورل.
د آمو ټلوېزیون د انټرنټي پاڼې دغه راپور تر ډېره په تېرو ۲۱ میاشتو کې د داعش پر بریدونو تمرکز کړی دی، خو پرته له دې چې د دې ډلې پخوانیو فعالیتونو ته پام وشي «د خطر لومړنی زنګ» لیکل لوستونکی ګمراه کوي او داسې ګڼل کېږي چې دا د طالبانو پروړاندې د داعش لومړنی د خطر زنګ و او افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په تړاو یو پنځه کلن پړاو له پامه غورځول کېږي.
له بلې خوا، په دې راپور کې د داعش ډلې د بریدونو په اړه شمېرې وړاندې شوې دي؛ خو د داعش پرضد د طالبانو د عملیاتو په اړه معلومات نه لیدل کېږي.
په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۶ هجري لمریزو کلونو کې د داعش او طالبانو د جګړو په اړه ډېری رسنیو په هغه وخت کې راپورونه ورکړي وو.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

