آیا د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي ريښتیا افغانۍ نه پېژني؟

خپور شوی: May 15, 2023Categories: Uncategorized @ps

آمو ټلویزیون د افغانیو په اړه د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکو د نابلدتیا په اړه یو راپور خپور کړی دی.
دغه راپور چې له دوو هټۍوالو او یوه ځایي مسوول سره د خبرو پربنسټ جوړ شوی په دوو برخو کې ناسم او ګمراه کوونکي مالومات ورکړل شوي.
ددې رسنۍ خبریال په پيل کې وايي چې یو شمېر تنکي ځوانان افغانۍ نه پېژني؛ خو له هېچا سره یې خبرې نه دي کړې چې په ریښتیا افغانۍ نه پېژني.
په هلمند کې یو شمېر خبریالان او ددې ولایت اوسېدونکي دا ادعا ردوي او وايي چې خلک افغانۍ پېژني؛ خو په بازارونو کې ټول پېر و پلور په پاکستانیو کلدارو دی.
خو ددې راپور په یوه برخه کې راغلي چې «ګرمسېر ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې تل د طالبانو په واک کې وه.» پر دغې ولسوالۍ د طالبانو دایمي واکمني واقعیت نه لري.
د مالوماتو له مخې، د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالي څو ځله د طالبانو او بهرنیو او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوه.
د ۱۳۸۶ او ۱۳۹۰ هجري لمریزو کلونو ترمنځ په دې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا پراخ عملیات ترسره شول او دا ځواکونه هغه مهال وتوانېدل چې طالبان له دغې ولسوالۍ وباسي.
بهرنیو ځواکونو هغه مهال په دې ولسوالۍ کې دویر اډه جوړه کړه، دا د شورابک له پوځي اډې په هلمند کې تر ټولو لوی پوځي مرکز و، امریکایي ځواکونو د جمهوریت تر سقوط پورې په دې اډه کې حضور درلود.