ناسم او ګمراه‌کوونکي معلومات

خپور شوی: May 25, 2023Categories: Uncategorized @ps

افغانستان انټرنشنل رسنۍ په یوه راپور کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له قوله لیکلي، دوی به د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ته اجازه ور نه‌کړي چې د کجکي له بند څخه لیدنه وکړي.
دا خبر د هلمند له سیند څخه د ایران د حق‌آبې په اړه دی؛ خو افغانستان انټرنشنل نه ده جوته کړې چې ولې طالبان د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ته اجازه نه ورکوي ترڅو له کجکي بند څخه لیدنه وکړي.
ريښتیا ارزول
د اوبو د هغه تړون د لومړي پروتوکول د پنځمې مادې پربنسټ چې په ۱۳۵۱هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران د لومړیو وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوی و، کله چې د اوبو کچه د عادي کلونو په پرتله کمه شي، ایرانی کمیسار به پر هلمند سیند د کجکي بند پورته برخه کې د دهراود د اوبو معلومولو دستګاه په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړي او د افغانستان استازی به هغه شمېرې او معلومات چې په دغه دستګاه کې ثبت شوي د ایراني کمیسار په واک کې ورکوي.
په دغه تړون کې راغلي چې د ایراني کمیسار له غوښتنې وروسته، د افغانستان کمیسار د دهراود دستګاه په اړه میاشتینی راپور نوموړي ته ورکوي.
د افغانستان او ایران ترمنځ اوبو تړون په دې ماده کې راغلي چې د ایراني کمیسار د غوښتنې په صورت کې به افغان کمیسار له نوموړي سره همکاري وکړي ترڅو د دهراود په دستګاه کې د اوبو بهیر وګوري او اندازه یې کړي.
په دې برخه کې په عادي کلونو کې د اوبو اندازه هم بیان شوې ده.
خو ولې دا خبر نیمګړی او ګمراه‌کوونکی دی؟
افغانستان انټرنشنل رسنی دا خبر د افغانستان او ایران ترمنځ د مقابلې په توګه بیان کړی، خو دا مقابله نه بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو تړون ته ژمنتیا ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هلمند له سینده د ایران حق‌آبې په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته اشاره کوي او ددې تړون له مخې د ایران استازی یوازې کولای شي د اوبو بهیر د دهراود (ارزګان ولایت) د اوبو معلومولو په دستګاه کې وګوري او اندازه یې کړي نه د هلمند ولایت د کجکي په بند کې.
طالبانو په ځلونو ویلي چې د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون عملي کېدو ته ژمن دي.