آیا په واقعیت کې د بهسودو دوهم پُل د تخریب په حال کې دی؟
آمو ټلوېزیون یو راپور خپور کړی، چې له ناسمو او ګمراهکوونکو معلوماتو ډک دی.
د راپور اطلاعات:
۱- دغې شبکې ادعا کړې، چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ دوهم پل د تخریب له ګواښ سره مخ دی.
۲- په دې راپور کې راغلي چې انجنیرانو د دغه پُل د جوړولو له بهیره شکایت کړی دی.
۳- د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو او موټر چلوونکو لیدلوری اخیستی دی.
۴- دغه راپور کې راغلي چې دا پُل له بېکیفیته موادو جوړ شوی دی.
۵- خبریال لیکلي چې د دغه پل مقاومت د موټرو د تګ راتګ لپاره ورځ تر بلې کمېږي.
۶- خبریال وايي چې ننګرهار کې طالب مسوولان هم د دې پل د ویجاړېدو ګواښ تاییدوي.
۷- د دې راپور په فارسي بڼه کې یې د «باشنده» پر ځای «شهروند» کلمه کارولې ده.
رښتیا ارزول
د آمو ټلویزیون دغه راپور له ادعاوو ډک دی او د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې له ناسمو سرچینو او ګمراهکوونکو معلوماتو کار اخیستی دی.
۱- دغې شبکې نه دي ویلي چې څه ډول دې پایلې ته رسېدلي یا یې دا منلې چې دغه پل د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.
۲- په دې راپور کې له هېڅ انجنیر سره خبرې نه دي شوې او باید روښانه شي چې د پلونو په تړاو هر انجنیر څه نه شي ویلای.
۳- د دغه خبر سرچینې د ننګرهار اوسېدونکي او موټر چلوونکي دي؛ د ننګرهار ځوانان اوسېدونکي او موټر چلوونکي نه شي کولای د یوه لوی پل د انجنیرۍ کار په اړه نظر ورکړي، په دې برخه کې باید د سړک جوړولو انجنیران له څېړنو وروسته نظر ورکړي.
۴- راپور کې ادعا شوې چې د دغه پل په جوړولو کې له بېکیفیته موادو کار اخیستل شوی، په داسې حال چې هېڅ مواد بېکیفیته نه دي او د موادو پروړاندې یوازې کولای شو ووایو ټیټ کیفیت یا لوړ کیفیت لرونکي.
۵- د هر ډول موادو مقاومت ورځ تر بلې کمېږي؛ خو په دې راپور کې داسې جوته شوې چې د دې پل مقاومت له وخته مخکې کم شوی دی. په دې راپور کې یې نه دي ویلي چې د دغه پل مقاومت په کومې دستګاه سنجول شوی دی.
۶- خبریال وايي چې طالب مسوولان هم د دغه پل د ویجاړېدو ګواښ تاییدوي؛ خو د ټولګټو چارو رییس په دې راپور کې وايي چې د خلکو اندېښنې څېړي او انجنیران به دا موضوع له نږدې وګوري چې ستونزه چېرته ده.
۷- په دې راپور کې د «شهروند» کارول ناسم دي او د «باشنده» پر ځای «شهروند» لیکل شوي دي.
پایله:
د تخصصي مسایلو په اړه نه شو کولای له داسې خلکو سره خبرې وکړو او لیدلوری یې واخلو چې تخصص نه لري، لکه څنګه چې نه شو کولای ناروغ د درملنې لپاره انجنیر ته ولېږو، د انجنیرۍ په مسایلو کې هم له انجنیر پرته بل څوک نظر نه شي ورکولای.
چلوصاف د دغه پُل د جوړولو څرنګوالی نه تاییدوي، یوازې د دې راپور ناسم او ګمراهکوونکي معلومات یې ارزولي دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

