څه ډول یو عادي خبر ګمراه‌کوونکی کېږي؟

خپور شوی: June 12, 2023Categories: Uncategorized @ps

آمو ټلویزیون د ورزش په برخه کې راپور خپور کړ چې له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې په غرونو کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې دي.
دغه سپورتي راپور د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې غرونو ته د اسامه بن لادن له پناه اخیستو او پر دغو غرونو د امریکا له بریدونو پيل شوی او له لوبغاړو او د ورزش برخې له مسوولینو سره له خبرو وروسته د ۲۰۰۱زېږدیز کال د سپتمبر د یوولسمې بریدونو او د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکو ته اشاره کوي او د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکو په اړه د نړۍ په اندېښنې سره پای ته رسېږي.
دغه راپور د ورزشي او امنیتي مسایلو ترمنځ ګډوډ دی، په لومړي سر کې داسې ګڼل کېږي چې دا راپور د امنیتي مسایلو او ترهګرۍ په اړه دی، خو د څو پاراګرافونو له لوستلو وروسته لوستونکي ته روښانه کېږي چې د والیبال د ځايي سیالیو په هکله یو عادي راپور دی.
دا یو عادي سپورتي خبر و؛ خو د په زړه پورې کولو لپاره په اضافي خبرو سره یې د لوستونکي لپاره ګمراه‌کوونکی کړی او اضافي مالومات یې ناسم دي.
ريښتیا ارزول:
په دې راپور کې ویل شوي په هغه ځای کې چې اسامه بن لادن پټ شوی و اوس د لومړي ځل لپاره د والیبال سیالۍ پکې شوې، د راپور ددې برخې مالومات ناسم او ګمراه‌کوونکي دي.
۱ـ د تورې بوړې غرونه او هغه ځای چې دا سیالۍ پکې ترسره شوې ډېر واټن سره لري او ددې سیمې خلکو له کلونو راهیسې عادي ژوند کړی دی.
۲ـ دا په دغه سیمه کې د والیبال لومړنۍ سیالۍ نه دي، د جمهوریت پرمهال هم په همدې سیمه کې د والیبال سیالۍ ترسره کېدې، د بېلګې په توګه د ۱۳۹۸هجري لمریز کال د سلواغې په لومړۍ اونۍ په همدې سیمه کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې وې.


شالید:
والیبال د افغانستان په ختیځ کې ګڼ مینه‌وال لري او دا لوبه د هېواد ددغې سیمې په خلکو کې ځانګړی ځای لري چې د افغانستان د ختیځو برخو د ځوانانو دایمي بوختیا ګڼل کېږي.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا له برید وروسته د تورې بوړې غرونه د امریکايي ځواکونو له بمبارۍ سره مخ شوي وو؛ خو دا سیمه د تل لپاره په جګړه کې نه وه او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو د نورو سیمو په شان عادي ژوند درلود.

سرچینې:
ددغه خبر د ريښتیا‌ ارزونې لپاره په ننګرهار کې له څلورو خبریالانو او د نوموړي ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره خبرې‌اترې شوې دي.

په ۱۳۹۸ کال کې د والیبال سیالیو انځورونه د نصیر انځور له فېسبوک پاڼې اخیستل شوي.