آیا د هرکول مجسمه په ننني افغانستان کې توږل شوې ده؟

خپور شوی: June 17, 2023Categories: Uncategorized @ps

افغانستان انټرنشنل د روم د هرکول مجسمې د انځور په ښودلو سره رپوټ ورکړی، یوه کمسارې ډبرینه مجسمه چې سرچینه یې افغانستان دی د واشنګټن د سیاټل په بندر کې وموندل شوه.
افغانستان انټرنشنل دا خبر د یو اس ټایمز پوست د انټرنیټي پاڼې د رپوټ پربنسټ لیکلی؛ خو د هرکول انځور یې له بلې سرچینې او بل خبر څخه اخیستی دی.


ريښتیا ارزول
یو اس ټایمز پوست انټرنیتي پاڼې، د دغې کمسارې ډبرینې مجسمې د موندلو خبر خپور کړی او د بودا د یوې مجسمې انځور یې هم ورسره خپور کړی دی.
هغه انځور چې افغانستان انټرنشنل د رومي هرکول افسانوي مجسمې په اړه خپور کړی د تېر کال په سلواغې میاشت کې د رویټرز خبري آژانس په راپور کې خپور شوی دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه ډبرینه مجسمه چې په واقعي اندازه ده د ایټالیا د روم ښار د یوه کانال د رغولو پرمهال ترلاسه شوې ده.
په هغه انځور کې چې افغانستان انټرنشنل خپور کړی د هرکول پر اوږو د زمري پوستکی او ددغې مجسمې تر غاړه د زمري مخکینۍ پښې راتاو شوې لیدل کېږي.
ددغو دوو خبرونو په پرتله کولو کې هغه تصویر چې افغانستان انټرنشنل خپور کړی ناسم ثابت شوی دی.

په سویلي آسیا کې د مجسمې توږلو شالید:
په سویلي آسیا کې د مجسمې توږل دغې جغرافیې ته د مقدوني سکندر له برید وروسته دود شوي دي.
د مقدوني سکندر له بریده مخکې په دې ټاټوبي او آن هند کې د مجسمو توږلو هېڅ نښه نه لیدل کېږي او ټولې هغه مجسمې چې د لرغون پېژاندو په کیندنو کې ترلاسه شوې د بودایي دورې دي.
تراوسه په افغانستان کې هېڅ نښه نه ده لیدل شوې چې د روم افسانوي مجسمه دې په دې ځای کې توږل شوې وي.
سرچینه:
افغانستان انټرنشنل
یو اس ټایمز پوست
رویټرز خبري آژانس