آیا طالبان د نارینهوو د وېښتانو له لنډولو سره مخالف دي؟
افغانستان انټرنشنل شبکې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د اعلامیې په ښودلو د یوه هېوادوال له قوله لیکلي، چې دغې ادارې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې سلمانیو ته امر کړی چې د نارینهوو ږیره او وېښتان لنډ نه کړي.
ریښتیا ارزول:
په دې اعلامیه کې د ږیرې لنډول او خرېیل ناروا بلل شوي او له سلمانانو یې غوښتنه کړې چې په جدي ډول د نارینهوو د ږیرې له خرېیلو او لنډولو ډډه وکړي؛ خو په دې اعلامیه کې د نارینهوو د وېښتانو څرنګوالي ته هېڅ اشاره نه ده شوې او د نارینهوو د وېښتانو له لنډولو مخنیوی ناسم دی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

