آیا سراجالدین حقاني د طالبانو خلیفه دی؟
افغانستان انټرنشنل شبکې په وروستیو ورځو په ځانګړې توګه د خبرونو په برخه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني په تړاو یو اړخیز او د پوښتنې وړ کار کړی دی.
۱- دغې شبکې چهارشنبه د غبرګولي پر ۳۱ له یوې تراژید موسیقۍ سره د بلخ قلعه جنګي ته د سراجالدین حقاني د سفر تصویرونه خپاره کړل.
۲- پنجشنبې د چنګاښ میاشتې پر لومړۍ نېټه دغې شبکې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د طالبانو له خلیفه سره د سینیرلي اوغلو لیدنه.»
ریښتیا ارزول
نادولتي رسنۍ د پېښو په خپرولو کې بېپرې دي او په خبري ټولګو کې د صفت له کارولو او د موسیقۍ له خپرولو چې د یوه لوري پروړاندې احساسات راوپاروي، ډډه کوي؛ خو دغې شبکې له قلعه جنګي څخه د سراجالدین حقاني د لیدنې په تړاو تصویري بسته کې تراژید موسیقۍ خپره کړه.
هر ډول لاسوهنه او صفت کولای شي د بېپلوۍ له کرښې تېر شي.
افغانستان انټرنشنل پر خپله ټویټرپاڼه د سراجالدین حقاني لپاره «د طالبانو د خلیفه» لقب کارولی دی.
د خلیفه لقب د ځایناستي، پاچا او مشر لپاره کارول کېږي، د سراجالدین حقاني پلویان هغه ته خلیفه وايي؛ خو د افغانستان انټرنشنل له خوا د دغه لقب کارول ګمراهوونکي او د سراجالدین حقاني له پلویانو پیروي ده.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

