آیا د نړیوالې ټولنې اصلي غوښتنه له طالبانو سره ښې اړیکې دي؟
طلوع نیوز د طالبانو د ریاست الوزرا له سرپرست سره د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ارزونې د ځانګړي ماموریت د همغږۍ کوونکي د لیدنې په اړه یو خبر جوړ کړی او ناسم او نیمګړي معلومات یې پکې لیکلي دي.
دا خبر د فریدون سینیرلي اوغلو په خبرو پيل شوی او لیکلي یې دي چې فریدون سینیرلي اوغلو مولوي عبدالکبیر ته ویلي: «نړیواله ټولنه غواړي له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري او په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمهییزو پروژو په عملي کولو کې ډېر ارزښت لري.»
ریښتیا ارزول
فریدون سینیرلي اوغلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ارزونې ځانګړي ماموریت همغږۍ کوونکی دی او دنده لري چې د افغانستان د اوسني وضعیت پروړاندې خپلواکې او جامع سپارښتنې او وړاندیزونه وکړي.
دغه ترکي سیاستوال هغه مهال خپل کار پیل کړ چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو له سرپرست حکومت څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنې عملي نه شوې.
اوسمهال د ملګرو ملتونو ټول چارواکي افغانستان ته په خپلو سفرونو کې له سرپرستو چارواکو غواړي، چې نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو خپلو زدهکړو ته دوام او په بنسټونو کې کار وکړي، خو په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
د معلوماتو واحده سرچینه
دغه خبر د ارګ د خبرپاڼې له مخې لیکل شوی او د ارګ له خوا شوې ادعا له هېڅ بل بنسټ په ځانګړې توګه کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر سره نه ده ارزول شوې.
ارګ او نور بنسټونه معلومات تر ډېره د خپلو غوښتنو او لېوالتیاوو له مخې خپروي او هغه مسایل چې د دوی له لیدلوري سره په ټکر کې وي په خبرپاڼه کې یې نه لیکي.
له دې مخکې لیدل شوي، چې د بهرنیو چارواکو او طالبانو ترمنځ د لیدنو په هکله معلوماتو د طالبانو په خبرپاڼو او د بهرنیو بنسټونو په خبرپاڼو کې ډېر اختلاف سره لرلی دی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

