په خبر رسولو کې اغراق

خپور شوی: November 9, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

د هند ۱۸ خبري چینل شنبې د لړم په دیارلسمه د ولسمشر د مخکیني مرستیال امرالله صالح له قوله لیکلي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند په دوهمه نړیواله جګړه کې ـ د پولنډ په آشویتس کېمپ کې له یهودانو سره د هیتلر د چلند په شان دی.
دغې شبکې امرالله صالح په جلاوطنۍ کې د جمهوري ریاست سرپرست معرفي کړی دی.
ريښتیا ارزول
پاکستان د افغان کډوالو په اړه له کلونو پناه ورکولو وروسته پرېکړه کړې هغه کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، افغانستان ته ولېږي او تراوسه یې کابو ۲۰۰ زره دغه افغانان له نوموړي هېواده ایستلي دي.
له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند بشردوستانه نه دی او دا چلند له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی.
خو دا چلند له هغه څه سره چې د دوهمې نړیوالې جګرې پرمهال د پولنډ په آشویتس کېمپ کې شوي، ډېر توپیر لري او په هېڅ ډول سره ورته‌والی نه‌لري.
امرالله صالح د هند ۱۸ خبري چینل ته ویلي چې له لږو پلټنو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د پاکستان دا چلند د پولنډ په آشویتس کېمپ کې د یهودانو په وړاندې د نازي پوځ له چلند سره یو شان دی؛ په داسې حال کې چې په آشویتس کېمپ کې څه د پاسه یو میلیون انسانان د نازيانو له‌خوا ډلې ډلې په اورخونو او ګاز سره وژل شوي او ګڼ شمېر جبري کارونو ته اړ ایستل شوي وو.
روښانه نه ده چې امرالله صالح د کومو معلوماتو پر بنسټ دا دوې پېښې سره ورته بولي.
پایله:
د پاکستان په وړاندې د امرالله صالح او هند لیدلوری سره نږدې دی له همدې امله امرالله صالح دا ډول ناسم او ګمراه‌کوونکي معلومات ورکړي او دغه چینل دا معلومات له ريښتیا ارزولو پرته خپاره کړي دي.
تبصره:
دا ريښتیا ارزول په هېڅ توګه د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان له ناسم او غیربشردوستانه چلنده دفاع کول نه دي، بلکې د امرالله صالح له‌خوا د ورکړل شویو ريښتیا او دروغو معلوماتو پر بنسټ ارزول شوي دي.