په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د څه د پاسه ۵۰ خبریالانو نیول کېدل

خپور شوی: January 31, 2024Categories: Uncategorized @ps

په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په افغانستان کې څه د پاسه ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.
ددغو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو او بند موده سره توپیر لري، له څو ساعتونو نیولې بیا تر نهو میاشتو پورې.
مرتضی بهبودي د څه د پاسه نهو میاشتو په تېرولو په دې کال کې د زندان تر ټولو اوږده موده تجربه کړه او له هغې وروسته د آمو ټلویزیون دوه کارکوونکي څه باندې پنځه میاشتې د طالبانو په زندان کې وو.
خو په دایکندي کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي چې د روان کال په مني کې نیول شوی، د طالبانو د محکمې له‌خوا په یو کال زندان محکوم شوی دی.
نورې د بند مودې لنډمهاله وې.
بي‌بي‌سي په ۲۰۲۳ کال کې د نیول شویو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو شمېر د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) له قوله ۴۰ تنه لیکلی؛ خو د نیول شویو خبریالانو کره شمېر له ۵۰ تنو زیات دی.

له جمهوریت وروسته رسنۍ
په افغانستان کې رسنۍ
د جمهوري نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د رسنیو پر کار محدودیتونه زیات شوي او رسنۍ نه شي کولای د ځینو پېښو په اړه خبرونه خپاره کړي او د ځینو مسایلو او پېښو په هکله معلوماتو ته لاسرسی هم لا محدود شوی دی.
له رسنیو ملاتړو بنسټونو راپور ورکړی چې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته د افغانستان کابو ۶۰ سلنه رسنۍ تړل شوې؛ خو د ځینو دغو رسنیو د تړل کېدو لامل اقتصادي ستونزې وې.
د اطلاع رسولو په کار کې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو له مقاومت څخه هم سترګې نه شي پټېدای او په ډېری حالاتو کې هغه رسنۍ چې په افغانستان کې فعالیت لري نن د افغانستان د خبرونو اصلي سرچینې دي.

د افغانستان لپاره رسنۍ
د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼ شمېر خبریالان له افغانستانه ووتل، هغه تجربه لروونکي خبریالان چې په افغانستان کې پاتې دي یا له کورنیو رسنیو سره کار کوي او یا یو شمېر له خبریالۍ پرته کارونو کې بوخت دي.
په دې لړ کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له افغانستانه بهر فعالیت پيل کړی او څو نوې رسنۍ هم رامنځته شوې دي.
دا رسنۍ د افغانستان د خبرونو په برابرولو او خپرولو کې خپلواکې دي؛ خو ددغو رسنیو د کار په وړاندې تر ټولو مهمه ننګونه د ننه په افغانستان کې د سرچینو کمښت دی.

په افغانستان کې له هېواده بهر رسنیو د فعالیتونو منع کېدل
په دې کال کې د ډېری خبریالانو د نیولو لامل له هغو رسنیو سره همکاري وه چې له هېواده بهر فعالیت لري.
طالبان هغه رسنۍ چې له افغانستانه بهر فعالیت لري د خپل نظام مخالفې بولي، له همدې امله یې ددغو رسنیو هر ډول فعالیت منع کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد د خبریالانو نیول له هغو رسنیو سره چې له افغانستانه بهر فعالیت لري د همکارۍ له امله مني او وايي: «له هغو کسانو سره چې له دغو رسنیو سره همکاري لري، د مجرم په توګه چلند کوي.»
طالبان دا رسنۍ د خپل نظام مخالفې بولي، ذبیح‌الله مجاهد دا رسنۍ تورنې کړې چې د نظام په وړاندې او له مخالفینو سره په همغږۍ کار کوي.

د کورنیو رسنیو له کارکوونکو سره پټې اړیکې
هغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت لري، تر ډېره د ننه په افغانستان کې د پېښو په اړه راپورونه برابروي او د رامنځته کېدو لامل یې د افغانستان د پېښو په هکله آزاد فعالیت دی؛ خو په افغانستان کې ددغو رسنیو فعالیت د مخنیوي لپاره د طالبانو له پرېکړې وروسته، دوی هڅه کوي په افغانستان کې خپل حضور وښيي.
دغو رسنیو په افغانستان کې د سرچینو او تجربه لروونکو خبریالانو د کمښت له امله په ځلونو په ټولنیزو رسنیو کې له ګونګوسو څخه خبرونه جوړ کړي دي ـ مخکې له دې چې دا آوازې وارزوي.
تېر کال د ایکس ـ ټویټر په یوه سپیس خپرونه کې ددغو رسنیو یوه مسوول تایید کړه چې خپل ځینې معلومات د فېسبوک په شان ټولنیزو رسنیو څخه ترلاسه کوي.
د یوې کورنۍ رسنۍ مسوول د هغو رسنیو چې له افغانستانه بهر فعالیت لري د دې رسنۍ د کارکوونکو د غیررسمي ګمارلو لپاره پر هڅو نیوکه کوي.
نیوکې تر ډېره پر دوو رسنیو دي، آمو ټلویزیون او اطلاعات روز ورځپاڼې.
ددې کورنۍ رسنۍ مسوول وايي چې دا ډول هڅې او په افغانستان کې له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو ناوړه ګټه پورته کول، کورنۍ رسنۍ له ستونزمن حالت سره مخ کوي.
کله چې کورني خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له هېواده بهر رسنیو سره د همکارۍ له امله نیول کېږي، طالبان د کورنیو رسنیو پر مسوولینو فشار راوړي.
د رسنیو او رسنیو د کارکوونکو ترمنځ د تړون له مخې، هېڅ خبریال او تصویر اخیستونکی له نورو رسنیو سره همکاري نه‌شي کولای.
ددې کورنۍ رسنۍ مسوول وایي، له هېواده بهر رسنۍ د خبریالانو له برخلیک سره لوبې کوي او دوی له نیولو سره مخ کوي.

د هغو رسنیو مسوولیت نه منل چې له هېواده بهر فعالیت کوي
ډېری خبریالان له اطلاعات روز ورځپاڼې، آمو ټلویزیون او افغانستان انټرنشنل شبکې سره د همکاري له امله نیول شوي دي. دغو رسنیو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.
افغانستان انټرنشنل شبکې او اطلاعات روز ورځپاڼې د چلوصاف پيغام ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

پایله
هغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت لري له آزادۍ او امکاناتو برخمن دي؛ خو دغو رسنیو د بيړې او نه ځېرتیا له امله کله کله داسې خبرونه خپاره کړي چې ناسم او ګمراه‌کوونکي دي ـ ددغه راز خبرونو بېلګې په ځلونو چلوصاف په ډاګه کړې دي.
دغو رسنیو د ناسمو خبرونو له تثبیت وروسته، خپل خبرونه نه دي اصلاح کړي او په لویو تېروتنو کې یې بخښنه نه ده غوښتې، له بلې‌خوا، هېڅ داسې بنسټ نشته چې دا رسنۍ د ناسمو او ګمراه‌کوونکو خبرونو خپرولو له کبله ورته ځواب وایي، له همدې امله په دغو رسنیو کې ناسم خبرونه تکرارېږي.
د کورنیو رسنیو کارکوونکو د ګمارلو لپاره د رسنیو هڅې ناسمې او غیراصولي دي او د کورنیو رسنیو خبریالان او کارکوونکي له ګواښ او نیولو سره مخ کولای شي.
خو له رسنیو سره د همکارۍ له امله د خبریالانو نیول هم ناسم او د آزادۍ خلاف عمل دی.
توضېح:
چلوصاف په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو پېښې تعقیب کړې او په دې اړه یې له هغو خبریالانو سره چې نیول شوي او د دوی له کورنیو سره خبرې کړې دي.
ددغو پېښو د ريښتیا ارزولو په موخه یې له خپلواکو سرچینو، رسنیو او طالبانو سره خبرې کړې دي.