پر هر خبر باور مه کوئ
د جمعې په ورځ هشتصبح ورځپاڼې، آمو ټلویزیون او افغانستان انټرنشنل شبکې په شان رسنیو په کابل کې د امریکايي دیپلوماتانو د حضور د ارزولو په اړه خبر خپور کړ.
دا خبر یې د امریکا غږ له قوله خپور کړ؛ خو هغه یې د امریکا متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزارت سره نه و تایید کړی.
ريښتیا ارزول
دا خبر خپور شو؛ خو وروسته آمو ټلویزیون خپل خبر اصلاح کړ او د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یې د سرچینو له قوله ولیکل چې د طالبانو په وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دریځ نه دی بدل شوی او په نږدې راتلونکي کې دا ډول پروګرام نشته.
افغانستان انټرنشنل شبکې هم په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د یوه ویاند له قوله دا خبر رد کړ.
د نه تایید شویو خبرونو او ګونګوسو په لومه کې
رسنۍ په تېره بیا هغه رسنۍ چې له بهره د افغانستان لپاره کار کوي د یوه خبر په لیدلو سره هڅه کوي په خپرولو کې یې وروسته پاتې نهشي له همدې امله ډېری خبرونه له ريښتیا ارزولو مخکې خپروي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]