د رسنیو له خوا د فیسبوکي لیکنې راپورول او رسنیز کول
د جمعې په ورځ ، د فیسبوک یو کارونکی لیکلی و چې د هغه ورور په سیه ګارډ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا په ډزو وویشتل شو.
د فیسبوک کارونکي لیکلی چې د هغه ورور د جمهوریت دورې په جریان کې نظامی ډاکټر و.
د دې لیکنې وروسته ، ډیری رسنیو چې په بهر کې فعالیت کوی پرته له دې چې د خبر په اړه تحقیق وکړي، هغه یې راپور او خپور کړ.
راپورونه وایی، د جمعې په ماښام، د جنورۍ په ۱۱مه، ډاکټر شبیر شېرزاد، چې د پروان ولایت د غوربند له دره څخه کابل ته روان و، د طالبانو له خوا په سیهګارډ ولسوالۍ کې کوز کړل شوی او ووژل شو.
په خبرونو کې دوه پوښتنې وې، یوه دا چې د ډاکټر جسد چیرته و، او دوهم دا چې د پیښې څرنګوالی په سیه ګارډ ولسوالۍ کې د جمهوریت غوښتونکو د دورې پر مهال د طالبانو له خوا له موټر څخه راکوزولو په څیر وو.
د فېسبوک له دې پوسټ پرته، داسې نښې یا اسناد او شواهد نشته چې دا ډول پېښه دې رامنځته شوې وی، او په پروان کې د طالبانو ویاند هم دا خبره رد کړه چې په پروان ولایت کې پدې نوم او نښانو څوک نشته، او دا چې پېښه نه ده شوې.
له هغې وروسته، یو شمیر رسنیو پوه شول چې دوی د فیسبوک لیکلو له لارې تیر ویستل شوی، نو په همدې اساس دوی دا خبرونه د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو پاڼو څخه اخیستی، مګرم بیا هم یو شمیر رسنیو لکه ازادی راډیو، خاما پریس، امج نیوز، دا خبر د خپلو انټرنیټي پاڼو څخه نه دي لیري کړي.
موږ له ځایی خبریالانو، د غوربند د دره له یو شمېر اوسیدونکو او د طالبانو له ویاندانو سره خبرې وکړې، چې تر اوسه هغو د داسې پېښو شاهدان او یا ثبت او تصدیق نه دی کړی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

