په اپرېل میاشت کې د رسنیو د ارزونې راپور
د چلوصاف دریځ
چلوصاف د ريښتیا ارزونې او له جعلي او نه تایید شویو خبرونو د کره او تایید شویو خبرونو د جلا کولو لپاره فعالیت پيل کړی دی. په دې کار کې له هېڅ لوري او رسنۍ سره مصلحت جوړجاړی نه لري او د هېڅ لوري او رسنۍ پروړاندې هم نه درېږي. د چلوصاف د فعالیت موخه د جعلي او نه تایید شویو خبرونو په ډاګه کول او خلکو ته د ناسمو او جعلي خبرونو په تړاو معلومات ورکول ده.
پیلامه
هېڅ رسنۍ یوازې د خبر رسوونې لپاره فعالیت نه کوي؛ بلکې ټولې رسنۍ د ځان د ګټې، شهرت او امتیاز اخیستو په موخه د فعالیت په لټه کې دي. د رسنیو په دې شهرت ته رسوولو، ګټې اخیستو او امتیاز ترلاسه کولو کې خلک ټاکونکی رول لري.
له بلې خوا، هېڅ رسنۍ په وړیا ډول خلکو ته خبرونه نه رسوي، خلک د خبرونو د لیدلو، اورېدو او لوستلو لپاره ـ په غیر مستقیم ډول ـ پیسې ورکوي او همدا خلک دي چې رسنیو ته شهرت ورکوي او یو مقام ورته ټاکي، نو رسنۍ مسوولیت لري چې خلکو ته کره خبرونه ورسوي او له ناسمو او ګمراهکوونکو خبرونه ډډه وکړي. خلک کره معلوماتو ته د لاسرسي وړ دي او دا د خلکو حق دی.
په ننۍ نړۍ کې خبر د خوړو په څېر د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې او انسانان خپل ژوند د خبرونو پر بنسټ پلانوي؛ لکه څنګه چې نامناسب خواړه د انسان روغتیا ته زیان رسوي، جعلي او ناسم خبرونه هم د انسان روان زیانمنوي، په دې برخه کې به هغه رسنۍ چې ناسم او ګمراهکوونکي معلومات خپروي د خلکو د رواني زیانونو مسوول وي.
رسنیو کې د غلطیو پراختیا
چلوصاف په اپرېل میاشت کې د رسنیو له لږترلږه ۶۰ ناسمو او ګمراهکوونکو خبرونو سره مخ شوی – د خبرونو د ناسموالي کچه توپیر لري – او ډېری په ځانګړې توګه هغه رسنۍ چې په بهر کې فعالیت لري د دغو خبرونو په جوړولو او خپرولو کې رول لرلی دی.
د رسنیو غلطي او ناسموالی دوه ډوله ده، کله د یوې رسنۍ په ځانګړي خبر کې غلطي رامنځته کېږي او کله له داسې پېښې چې هېڅ شوې نه ده څو رسنۍ خبرونه جوړوي، دا پراخه غلطي د هغو ناسمو خبرونو له امله ده چې رسنۍ یې په تړاو څېړنه نه کوي او ناسم خبر سم ګڼي.
هغه رسنۍ چې په افغانستان کې د ننه فعالیت لري د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو له امله اړ دي چې اطلاعات یو اړخیزه او نه تایید شوي خپاره کړي او په ځینو حالاتو کې نه شي کولای د خبر توازن ته پام وکړي؛ خو هغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت کوي ځواب ویلو ته د نه اړتیا له مخې له خپلې ازادۍ ګټه اخلي او کله کله یې داسې خبرونه خپاره کړي چې ناسم وو او آن دغو خبرونو د یو شمېر کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او له دې امله چې دا رسنۍ چا ته د ځواب ویلو مسوولیت نه لري او داسې بنسټ نشته چې له قانوني لارې ځواب ترې وغواړي او یا هغه کسان چې زیانمن شوي عدالت ته لاسرسی نه لري، دغه رسنۍ په بېپامۍ او نامسوولانه ډول خپلو دغه شان فعالیتونو ته دوام ورکوي.
پر یوې سرچینې باور
څو رسنۍ چې بهر کې فعالیت کوي هېواد کې د ننه د خبریالانو له کموالي سره مخ دي، ښايي دغه رسنۍ په افغانستان کې خبریالان ولري؛ خو د دې رسنیو خبریالان کمه تجربه لري، له همدې امله د رسنیو پرېکړهکوونکي د خبر خپرولو او د خبري ساعتونو یا د خپلو ټولنیزو شبکو د ډکولو لپاره بیړه لري او که کوم وګړی ورته انځور هم ولېږي پرته له دې چې ارزښت یې وارزوي او یا د ادعاوو رښتیاوالی وڅېړي، خبر ترې جوړوي او خپروي یې.
په دې میاشت کې یوه بېلګه له موټرچلوونکو د طالبانو د باج اخیستو خبر و، چې خپور شو. په دې لنډ خبر کې راغلي وو چې طالبان له موټرچلوونکو «هره ورځ» او «د ښار په هره برخه کې» باج اخلي، څو هېوادوالو او موټرچلوونکو چې په بېلابېلو لارو یې کار کاوه دا خبر رد کړ.
په جذبوونکو سرلیکونو د لوستونکي تېرایستل
ځینې رسنۍ د دې لپاره چې خپلو خبرونو ته د لوستونکو پام راواړي ناسم معلومات او په ځینو حالاتو کې خبر تحریفوي.
یوې رسنۍ د خبر د جذابولو لپاره، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي له قوله خبر لیکلی و، خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست موږ ته وویل چې داسې څه یې نه دي ویلي او له دې رسنۍ یې غوښتي چې خپل خبر اصلاح کړي.
د بل خبر په سرلیک کې د آزادو مبارزو نړیوالو سیالیو ته د یوه لوبغاړي د لارې موندنې په تړاو لیکل شوي وو؛ خو د خبر په متن کې وویل شول، که دغه ورزشکار په راتلونکو څو سیالیو کې ګټونکی شي، نړیوالو لوبو ته به لار پیدا کړي.
نورې بېلګې هم شته چې خبریال خبر د یوه دولتي چارواکي له قوله لیکي او یو لوی تور پرته له دې چې ووايي دا تور د چا له خوا مطرح شوی، د خپل خبر په پاې کې راولي، په دې حالت کې تور پر یوه منل شوي او تایید شوي اصل بدلېږي.
په خبر رسوولو کې بېپامي او کمسواد
کله کله بې پامي او یا ښايي کمسواد د خبرونو په برخه کې په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې خبر لولي سرګرداني رامنځته کوي؛ ځینې بېلګې چلوصاف راټولې کړې دي.
د یوې لارې د جوړېدو په تړاو یوه بېلګه کې لیکوال د خبر جذابولو لپاره لیکلي چې له ۳۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د موټرو یوه لار جوړه شوه، که دا لار د لومړي ځل لپاره جوړه شوې ده، نو «له ۳۵ کلونو وروسته» لیکلو ته څه اړتیا ده؟ او د دې خبر په ژباړه کې ۳۰ کاله لیکل شوي.
د یوه خبر خولۍ د بل خبر پر سر
د پېښې په مستند کولو کې انځور د پام وړ رول لري؛ خو څو ځله لیدل شوي چې د یوې پېښې انځور د بلې پېښې په نوم اېښودل کېږي، بېلګه یې په دې میاشت کې د کراچۍ د پولیسو پر قوماندانۍ د پاکستاني طالبانو تحریک د برید انځور چې پنجشېر ولایت کې د نښتې په نوم کارول شوی دی.
په یوه بله بېلګه کې د یوه لوېدیځ ولایت د ولسوالۍ نوم د شمالي ولایت د یوې ولسوالۍ په توګه لیکل شوی و.
د نه پاملرنې او بیړې پایلې
په تېره یوه میاشت کې په هغو رسنیو کې چې له هېواده بهر فعالیت کوي لږترلږه دوه خبرونه خپاره شوي چې دوه ژوندي کسان یې مړه معرفي کړل ـ یو له دغو خبرونو عمومي و یعني پر یوه وخت د څو رسنیو له خوا خپور شو او دویم خبر یوازې له یوې رسنۍ خپور شو ـ او د دغو خبرونو خپرولو نه یوازې دغو دوو کسانو ته روحي زیان ورساوه او ځان یې له ګواښ سره مخ کړ، بلکې د دوو ځوانانو خپلوان او دوستان یې هم خواشیني کړل.
یو له دغو خبرونو په فېسبوک کې له یوې جعلي لیکنې جوړ شوی، د فېسبوک یوه کاروونکي پر خپله پاڼه د یوه ځوان د انځور په اېښودو لیکلي چې طالبانو د دغه کس ورور چې ډاکتر و د پروان ولایت په غوربند دره کې په ډزو وژلی دی.
یو شمېر رسنیو د دغه خبر د سم ښودلو لپاره ان لیکلي چې معتبرو سرچینو هغوی ته دا خبر تایید کړی دی؛ خو هېڅ رسنۍ د خبر له خپرولو مخکې د دې ادعا رښتیاوالی ونهازمایه او د انځور د خاوند پېژندلو هڅه یې ونهکړه چې آیا دا ځوان ژوندی دی یا په رښتیا دا خبر سم دی او دا ځوان وژل شوی دی؟
د دغه خبر له خپرولو وروسته رسنۍ پوه شوې چې دوکه شوې وې او پرته له دې چې خبر اصلاح کړي او یا له دغه ځوان څخه بښنه وغواړي، یوازې یې خبر له خپلو انټرنټي پاڼو لیرې کړ.
هغه ځوان چې رسنیو یې انځور خپور کړی و او ویلي یې وو چې طالبانو هغه وژلی دی دادالله پارسا نوميږي. ښاغلي پارسا چلوصاف ته وویل چې دا خبر ناسم دی او هغه یې خواشینی کړی او وېره لري چې دا ناسم معلومات یې ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
یوې بلې رسنۍ د خبر په خپرولو د یوه ځوان انځور خپور کړ او هغه یې د ازادۍ جبهې غړی معرفي کړ او وېویل چې دا ځوان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی، په داسې حال کې چې دا ځوان ژوندی دی او دغه خبر هم نوموړی او هم یې خپلوان اندېښمن کړل.
دا ډول خبرونه له ټولنیزو شبکو سره د رسنیو تړاو ښيي او په رښتیا هم یو شمېر رسنیو پر ټولنیزو شبکو سخته تکیه کړې ده او د معلوماتو یوه لویه برخه یې په ټولنیزو شبکو پورې تړلې او پرته له دې چې د معلوماتو سموالی وارزوي خبر ترې جوړوي.
پایله:
د چلوصاف په باور کومې رسنۍ چې په هېواد کې د ننه فعالیت کوي له محدودیتونو سره مخ دي او نه شي کولای په آزاد ډول د ځینو پېښو په تړاو خبر جوړ کړي او د پېښو تیاره او له پوښتنې ډکو اړخونو ته پام وکړي، خو له دې محدودیتونو سره سره هېواد کې د ننه فعالیت کوي او د هغو رسنیو په پرتله چې له هېواده بهر دي سرچینو ته ښه لاسرسی لري.
هغه رسنۍ چې د ننه په هېواد کې فعالیت لري د محدودیتونو او فشارونو له امله کله کله د ځان پر سانسور لاس پورې کوي او په خبرونو کې توازن نه شي مراعات کولای. دغه رسنۍ وېره لري چې له کومې ستونزې سره مخ نه شي، له همدې امله ځینې کورنۍ رسنۍ د واکمن نظام پر لاسپیکر بدلې شوې دي.
هغه رسنۍ چې بهر فعالیت کوي لا زیاته آزادي لري؛ خو دغه رسنۍ یا په هېواد کې خبریال نه لري او یا کوم کسان چې په کمو پیسو یې ګومارلي د خبریالۍ کمه تجربه لري او د دې کار پایله د ټولنیزو شبکو او اوازو لمنې ته د هغوی د منګولو اچول ده.
له هېواده بهر فعالې رسنۍ په ډېری حالتونو کې د خبر رسوولو په برخه کې سیالي کوي او د خبر په خپرولو کې بیړه تر ډېره ناوړه پایلې لرلې دي.
دغه رسنۍ په ځینو حالاتو کې داسې مسایلو ته هم مخ اړوي چې تایید او رد یې ډېر ستونزمن کار دی؛ د بېلګې په توګه یوه ستره ادعا د یوې سرچینې له قوله لیکي، په داسې حال چې ځینې دغه ادعاوې کره او بېپلوه حقیقت موندنې ته اړتیا لري؛ هغه هم د مسلکي او تجربه لرونکې ډلې له خوا.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

