په نه تایید شويو خبرونو د خلکو تېر ایستل
څه ډول خلک په یوه خبر سره دوکه او لالهانده کېږي؟
د افغانستان په اړه د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د ملګروملتونو د عمومي منشي له ناستې سره په یو وخت، افغانستان انټرنیشنل شبکې رپوټ ورکړ، یوې دیپلوماتیکې سرچینې ددې رسنۍ خبریال ته ویلي چې د دوحې ناسته د طالبانو په رسمیت پېژندلو د بهیر پيلامه ده.
دغې شبکې دومره په ډاډ سره دا خبر په ځلونو خپور کړ چې ټول باوري شول، ريښتیا هم دا ناسته چې د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو پيل وي.
دې رسنۍ په یوه ورځ خپل ډېری بحثونه همدې موضوع ته ځانګړي کړي وو او په دوحه کې یې خبریال هم په ځلونو دې موضوع ته اشاره وکړه.
له دې سره په یو وخت پخوانۍ افغان دیپلوماتې اصیلا وردګ چې له یو شمېر نورو مېرمنو سره یې د دوحې ناستې له ګډونوالو سره خبرې کړې وې دغې شبکې ته یې وویل چې ګډونوالو افغان مېرمنو ته وویل، په دې ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع مطرح نه ده؛ خو نوموړې رسنۍ له هغې وروسته هم پر دې موضوع ټینګار وکړ او دوی د هغې سرچینې په څرګندونو باور وکړ.
د دې رسنۍ د خبرونو او بحثونو بېارزښته کېدل
خو په بله ورځ د ملګروملتونو سازمان سرمنشي روښانه کړه په دې ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندل مطرح نه و او هغه راپورونه او بحثونه چې په دې هکله د افغانستان انټرنیشنل له لارې خپاره شوي ټول ناسم او باطل دي. خو یوازې هغه څه چې پاتې شوي د خلکو ذهنیتونه وو چې اندېښمن یې کړل.
په ځینو حالاتو کې د رسنیو د ریښتیا او دروغو ارزول پلټنو ته نه بلکې لږ وخت ته اړتیا لري، دا ډول ادعاوې ډېر وخت نه نیسي او مسایل به ډېر ژر په ډاګه شي، له همدې امله دغې رسنۍ ددې نه تایید شوې موضوع له مطرح کولو یوه ورځ وروسته، هم پر هغې ادعا تکیه کوله.
پر یوې سرچینې تکیه کول
افغانستان انټرنیشنل شبکې دا خبر د یوه دیپلومات له قوله خپور کړ، داسې ښکاري چې هغه ديپلومات غوښتي و چې نوم یې په ډاګه نه شي.
له بلې خوا، د افغانستان په چارو کې شل ځانګړي استازي په شرق هوټل کې سره راټول شوي وو ولې دا ادعا له بل کوم ديپلومات سره شریکه نه شوه او ولې ددغه خبر ریښتیا معلومولو لپاره په ملګروملتونو کې له سرچینو پوښتنه ونه شوه؟
په دې ځای کې بله پوښتنه مطرح کېږي چې ریښتیا هم یوه ديپلومات داسې څه ویلي یا دغه شبکه غواړي ددغه راز ادعاګانو په مطرح کولو خپله لېوالتیا او مخکېوالی وښيي؟
د طالبانو په رسمیت پېژندلو احتمال
لوېدیځو دیپلوماتانو تل د طالبانو پر چارچلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دغه راز وضعیت کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
له بشري حقونو سرغړونې، پر رسنیو محدودیت لګولو، له زده کړو او په نادولتي بنسټونو کې د کار له دوامه د ښځو او نجونو مخنیوي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو احتمال کم کړی او په دغه راز وضعیت کې هېڅ هېواد دې ته زړه نه ښه کوي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع مطرح کړي.
له دې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد ویلي چې ددغه سازمان عمومي منشي به د دوحې په ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو د ګامونو په اړه خبرې وکړي، خو وروسته د دغه سازمان د ویندویانو له خوا دا څرګندونې رد شوې.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

