افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتونه د متقي انکار
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې ویلي: «افغانستان کې ان یوه ترهګره ډله هم نشته.»
د نوموړي دغه ادعا له راپورونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راپور سره ښکاره تناقض لري.
خو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا راپور چې درې میاشتې مخکې خپور شو، ښيي افغانستان کې لږترلږه لس ترهګرې ډلې شتون او فعالیت لري.
د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه، القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ختیځ ترکستان غورځنګ، د ازبکستان اسلامي تحریک، د امام بخاري کتیبه، د التوحید او جهاد کتیبه، انصارالله او نورې ډلې افغانستان کې د طالبانو د پیاوړې تګلارې په نشتون کې حضور او فعالیت لري.
دغه طالب چارواکي له دې مخکې افغانستان کې د داعش له حضوره هم انکار کړی دی؛ خو هغه شمېرې چې د طالبانو له خوا خپرې شوې په هېواد کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراختیا ښيي.
اوسمهال د یو شمېر طالب چارواکو په ځانګړې توګه د امیرخان متقي نوم د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې دی.
له دې مخکې واشنګټن پوسټ د امریکا د افشا شویو اسنادو پربنسټ لیکلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.
تېر کال د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، چې د القاعدې شبکې مشر ایمنالظواهري کابل کې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
دا خبر په داسې مهال خپور شو چې طالبانو د دوحې په هوکړهلیک کې له امریکا سره ژمنه کړې ده، له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له هغو سره به چې امریکا ګواښي همکاري نه کوي.
طالبانو تر اوسه په کابل کې د ایمنالظواهري وژل کېدل نه دي تایید کړي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

