د لازیات پام اړولو په موخه د یوه خبر لوی ښودل

خپور شوی: May 22, 2023Categories: Uncategorized @ps

افغانستان انټرنشنل رسنۍ رپوټ ورکړی چې طالبانو د دایکندي ولایت په کیان سیمه کې د کورونو د پلټنې پرمهال، درې ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.
دغې رسنۍ لیکلي چې په دې پېښه کې د نوموړې سیمې یو شمېر اوسېدونکي ټپيان شوي هم دي.
په دې هکله د نورو رسنیو رپوټ
اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، له هغې وروسته چې د دایکندي ولایت د خدیر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي یوه ښځه په مرمۍ سره ټپي کړه، طالبان ددغه سړي د نیولو لپاره سیمې ته راغلل او د نوموړي کس کور یې کلابند کړ، د نښتې پرمهال یو بوډا سړی چې په غوږونو یې څه نه اورېدل، د طالبانو له‌خوا ووژل شو.
اطلاعات روز ورځپاڼې په دې رپوټ کې د کورونو د پلټنې پرمهال نښته او همداراز د درېيو تنو وژل کېدل د نه تایید شوې ادعا په توګه یاد کړي دي.
هشت‌صبح ورځپاڼې ددې پېښې په اړه لیکلي: «د حسین په نوم د کیان کلي یوه اوسېدونکي چې ویل کېږي نشه‌يي توکي یې کارول، د کورنۍ دښمنۍ له امله پر یوې مېرمنې ډزې کړې او هغه یې ټپي کړې ده.»
ورځپاڼې لیکلي چې طالبان د دغه «وسله‌وال» کس د نیولو لپاره سیمې ته راغلل: «د طالبانو او په نشه د روږدي کس ترمنځ نښتې له امله، د ګل‌محمد په نوم د یوه سپين ږیري په ګډون د کیان کلي دوه اوسېدونکي د طالبانو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.»
ولې دا خبر لوی ښودل شوی او ګمراه‌کوونکی دی
افغانستان انټرنشنل رسنۍ پرته له دې چې د وسله‌وال کس نوم واخلي ویلي چې د کورونو د پلټنې پرمهال درې تنه په ډزو سره وژل شوي او یو شمېرـ له دوو تنو زیات ـ ټپیان دي.
دا شمېر نه دی تایید شوی او افغانستان انټرنشنل رسنۍ د هغې د تایید یا اصلاح لپاره تعقیبي رپوټ هم نه دی خپور کړی.
له بلې خوا، دغې رسنۍ په ډزو سره ویشتلو کلیمه کارولې چې په ډزو سره ویشتل له وژل کېدو سره ډېر توپير لري.
په ډزو ويشتلو کلیمې کارول
«په ډزو ویشتلو» کلیمې کارول په دې رپوټ کې بیخي ناسم او ګمراه‌کوونکي دي، «په ډزو ویشتل» په څو حالتونو کې کارول کېږي.
د محکمې حکم: په ډزو ويشل تر ډېره د محکمې له‌خوا په مرګ محکوم شویو لپاره کارول کېږي.
له قانون اخوا پېښو کې: قتل ـ په صحرايي محکمو کې محکوم شوي کسان ـ په ډزو سره ويشتلو ته وايي.
په جنګي حالاتو کې د تسلیم شویو او جنګي اسیرانو پر ډزو ویشتل هم کارول کېږي ـ د تسلیم شویو او یا جنګي اسیرانو په ډزو ویشتل جنګي جنایت ګڼل کېږي.