یوه پېښه دوه روایتونه

خپور شوی: May 24, 2023Categories: Uncategorized @ps

د ناروې د پناه‌غوښتونکو کمیټې رییس چې افغانستان ته تللی وايي، په کندهار کې یې له طالب مشرانو غوښتي یو مهال‌‌وېش وټاکي چې څه وخت ددې بنسټ ښځینه کارکوونکې خپلو کارونو ته ستنېږي ترڅو د اړمنو لپاره خپل کارونه پيل کړي.
یان‌ایګلند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو په کندهار کې ورته ویلي، کار ته د ښځو د ستنېدو او د نجونو د زده کړو پیلېدو اجازې لارښوود د برابرېدو په حال کې دی.
خو باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي لیکلي چې د ناروې د پناه‌غوښتونکو کمیټې رییس د کندهار له مرستیال والي سره په کتنه کې، کندهار ته د خپل سفر موخه، هغو برخو ته د خدماتي پروګرامونو پراختیا بولي چې په تېرو شلو کلونو کې په کلکه د جګړې تر اغېز لاندې وې.
باختر دولتي خبري آژانس د طالبانو سرچینو ته لاسرسی لري؛ خو ددغه خبري آژانس ټول خبرونه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا له ارزونې وروسته خپرېږي او د ټولو پېښو جزییات په روښانه توګه نه شي لیکلی.