آیا ريښتیا هم په هرات کې یو د ډبرو توږونکی پاتې دی؟
هشت صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا کړې، چې هرات کې یوازې یو د ډبرو توږونکی دی او هڅه کوې دا هنر ژوندی وساتي.
په دې راپور کې یوازې له همدغو ډبرو توږونکي سره خبرېاترې شوې دي.
د هشت صبح ورځپاڼې خبریال وايي چې دا کس هرات کې یوازیني د ډبرو توږونکی دی؛ خو دا کس خپله وايي چې فکر کوي هغه به یوازینۍ توږونکی وي او ډاډمن نه دی.
رښتیا ارزول
ورځپاڼې د خبر په زړه پورې ښودلو لپاره لیکلي، د هرات یوازینی توږونکی یعني بل هېڅ توږونکی نشته چې دا کار وکړي، له همدې امله یې دا راپور ناسم او ګمراهکوونکی جوړ کړی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور مسوولان او خبریالان دا ادعا ناسمه بولي او وايي چې په دې ولایت کې څو نور ډبرې توږونکي هم فعالیت لري.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

