آیا په افغانستان کې ټولې ښځې له زدهکړو بېبرخې دي؟
باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، په یوه خبر کې لیکلي چې ۲۰۰ نجونې او هلکان د غضنفر طبي علومو له موسسې څخه فارغ شول.
دغه محصلین د روغتیاپالنې، طبي تکنالوژي، فیزیوتراپي او راډیولوژي له څانګو فارغ شوي دي.
د ښځو لپاره ټاکل شوې ځانګړې برخې
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې د روغتیا او مدرسو په برخو کې ښځو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې او ښځې په دغو برخو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.
ذبیحالله مجاهد تاییدوي چې ښځې په دې برخو کې زدهکړو ته دوام ورکوي او وايي، چې د دغو ښځو لپاره د زدهکړو زمینه برابره شوې او په جلا ځایونو کې خپلې زدهکړې پرمخ بیایي.
ذبیح الله مجاهد دا هم تاییدوي چې ددغو مېرمنو شمېر کم دی.
ریښتیا ارزول
چلوصاف مخکې موندلي و، چې په دیني مدرسو کې د نجونو او ښځو پروړاندې کوم محدودیت نشته او اوس رسمي سرچینې تاییدوي چې ښځې د روغتیايي زدهکړو په بنسټونو کې لنډمهاله او منځمهاله زدهکړې کوي؛ خو که د طالبانو سرپرست حکومت د روغتیا په برخه کې د ښځو زدهکړې اړینې بولې او په انستیتوتونو کې یې هغوی ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ولې یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروزاې تړلې دي؟
په دې ټولو سره د خوشباورۍ په حالت کې د روغتیايي برخې په انستیتوتونو کې د ښځو لپاره د زدهکړو زمینې برابرېدل د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانیستو لپاره یو پیل کېدای شي.
د ښځو د زدهکړو په تړاو د طالبانو ترمنځ بېلابېل لیدلوري
په طالب چارواکو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په څېر کسانو د نجونو له زدهکړو دفاع کړې ده؛ خو یو شمېر چارواکو په ځانګړې توګه د طالبانو مشر ته نږدې کړۍ د نجونو له زدهکړو سره مخالفت کړی دی، د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د پوهنې وزیر مولوي حبیب آغا او د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د ښځو د عصري زدهکړو مخالفې څېرې بلل شوې دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

