آیا په کمال خان بند کې دومره اوبه شته چې د ایران په لور ولاړې شي؟
اطلاعات روز ورځپاڼې د غبرګولي په شپاړسمه نېټه ادعا کړې چې د کجکي بند اوبه کمال خان بند ته رسېدلې او له دې بند څخه د ایران په لور خوشې شوې دي.
دغې ورځپاڼې خپل راپور د یوې سرچینې له قوله لیکلی چې غوښتي یې دي هویت یې په ډاګه نه شي.
چلوصاف موندلې چې دا راپور ناسم او ګمراهکوونکی دی.
ريښتیا ارزول
په هلمند او نیمروز کې رسمي سرچینې او یو شمېر خبریالان او همداراز د نیمروز ولایت ځینې اوسېدونکي چلوصاف ته وايي، اوبه دومره نه دی چې د ایران په لور ولاړې شي.
د کمال خان بند یو مسوول وایي چې په دې بند کې لږ اوبه موجودې دي او دومره نه دي چې هغه د دغه بند په کانالونو کې خوشې شي.
هغه انځورونه چې د پنجشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د زرنج ښار له لشکري سیند څخه اخیستل شوي ښيي چې په وروستیو ورځو کې دغه سیند ته اوبه نه دي رسېدلې او ټول ځایونه وچ او بې اوبو دي.
ولې لشکري سیند؟
کمال خان څلور اصلي کانالونه لري ـ لشکري سیند، تراخون، قلعه افضل او زرکن او زورکن؛ له دې جملې لشکري سیند د کمال خان بند له مهمو کانالونو څخه دی چې زرنج ښار ته اوبه رسوي او که له کمال خان بند څخه اوبه بهر شي لشکري سیند ته رسېږي.
د چلوصاف همکارانو پنجشنبې د غبرګولي په اتلسمه زرنج ښار ته څېرمه د لشکري سیند ځینې برخې کتلې او دې پایلې ته رسېدلي چې په وروستیو ورځو کې دغه سیند ته اوبه نه دي رسېدلې.
له بلې خوا، د لشکري سیند ترڅنګ کروندګر او د ځمکو خاوندان وايي چې په لشکري سیند کې د اوبو د کمښت له امله یې کښتونه له منځه تللي دي.
د هلمند د اوبو ارزښت
هلمند د افغانستان تر ټولو مهم سیند دی چې د افغانستان څه د پاسه ۴۰ سلنه خاورې کابو ۲۵ سلنه وګړي د هلمند سیند په اوبو پورې تړلي دي.
د پولې هغې غاړې ته بیا د ایران له یوې سلنې لږ وګړي د هلمند په اوبو پورې تړلي دي.
سرچینې:
چلوصاف ددې راپور په ریښتیا ارزولو کې له درېیو رسمي سرچینو، په هلمند او نیمروز کې له درېیو خبریالانو او د نیمروز ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

