په ګمراه‌کوونکي سرلیک سره د پېښې لوی ښودل

خپور شوی: July 10, 2023Categories: Uncategorized @ps

افغانستان انټرنشنل د بریتانیا په ساري ښار کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له خوا پر دوو نورو کډوالو د برید په اړه د رپوټ په خپرولو، د افغانستان د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې د نوم په لیکلو دا خبر ګمراه‌کوونکی کړی دی.
دغې شبکې پر خپله ټویټر پاڼه د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې حسینې صافۍ انځور خپور کړی او ترې لاندې یې لیکلي: «د افغان پناه غوښتونکو پر هوټل په چاقو سره برید؛ د ښځو چارو پخوانۍ وزیره له دې بریده روغه ووته.»
د همدې شبکې د راپورونو له مخې، یوه افغان د بریتانیا په ساري ښار کې په یوه هوتل کې دوه کډوال ټپیان کړل او لږ وروسته بریدګر د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

په دې پېښه کې د ښځو چارو وزیره ښکېله نه وه
د افغانستان انټرنشنل شبکې په راپور کې هېڅ داسې نښه نشته چې د بریدکوونکي موخه د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره وي، په همدې خبر کې ویل شوي چې د بریدګر موخه روښانه نه ده؛ خو په دې خبر کې د افغانستان د دغې پخوانۍ چارواکې یادول ګمراه‌کوونکي دي.
دغې شبکې له پېښې یوه ورځ وروسته له عیني شاهدانو سره خبرې کړې او یو تن وايي چې دا پېښه د شخصي مسایلو له امله وه او د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې هېڅ نوم نه اخلي.
د خبر لوستونکي د ګمراه کولو د مخنیوي لپاره، دغې شبکې کولای شوای د پېښې واقعیت بیان کړي او دې ته یې هم اشاره کړې وای چې د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره هم په همدې هوټل کې اوسېږي.