د امریکايي وسلو قاچاق ادعا یا واقعیت؟
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي وسلو د قاچاق په هکله د فارن پالیسۍ د راپور په غبرګون کې دا راپور رد کړی دی.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د امریکايي وسلو د قاچاق او پلور په اړه راپورونه مغرضانه او دسیسه بولي او وايي: «هېڅوک اجازه نه لري چې آن یو میل وسله قاچاق او یا یې وپلوري.»
خو ريښتیا هم د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته امریکايي وسلې نه پلورل کېږي او یا بهر ته نه قاچاقېږي؟
ریښتیا ارزول:
څو بېلګې چې د طالبانو د بنسټونو له آدرسه خپرې شوې دي:
۱. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ۱۱/۳/۱۴۰۱: په تورخم کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنیوی
۲. د طالبانو د مالیې وزارت ۱۳/۳/۱۴۰۱: په تورخم کې د امریکايي وسلو د قاچاق مخنیوی
۳. د ننګرهار د رسنیو مرکز ۱۸/۳/۱۴۰۱: په تورخم کې پاکستان ته د امریکايي وسلو د قاچاق مخنیوی
۴. د طالبانو د مالیې وزارت ۱۴/۱۰/۱۴۰۱: په تورخم کې پاکستان ته د امریکايي وسلو د قاچاق مخنیوی
۵. پاکستاني چارواکي ۱۶/۸/۱۴۰۱: له افغانستانه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنیوی
۶. د طالبان دفاع وزارت ۷/۳/۱۴۰۱: په سپین بولدک کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنیوی
۷. البدر قول اردو ۲۲/۱۲/۱۴۰۱: په سپین بولدک کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنیوی
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

