ولې د القاعدې د له منځه وړلو په اړه د بایډن څرګندونې سمې نه دي؟

خپور شوی: July 13, 2023Categories: Uncategorized @ps

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چنګاښ په نهمه د یوې خبري ناستې په پای کې وویل: «په یاد لرئ چې د افغانستان په هکله مې څه وویل؟ ویلي مې و القاعده به هلته نه وي. ویل مې چې هلته به نه وي. ویل مې چې له طالبانو مرسته واخلو. اوس څه وشول؟ څه روان دي؟ خپلې رسنۍ وګورئ. زه پرحقه وم.»
دغو څرګندونو ډېر غبرګونونه راوپارول، طالب چارواکو دا څرګندونې د خپلو ژمنو تایید وباله او ګټه یې ترې واخیسته؛ خو د طالبانو مخالفینو امریکا له طالبانو سره په همغږۍ تورنه کړې ده.
دلته په افغانستان کې د القاعدې ډلې د له منځه وړلو ادعا د امریکايي چارواکو د څرګندونو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور پر بنسټ ارزوو.

ریښتیا ارزول
۱ـ په افغانستان کې د القاعدې ډلې له منځه وړل، د ملګروملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې راپور له خپرېدو وروسته مطرح شوي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا ددغه راپور پربنسټ، القاعدې له طالبانو سره خپلې اړیکې ساتلې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ددغې شبکې په پټنځای بدل شوی دی.
ددغه راپور لیکوالانو لیکلي چې القاعده په ټیټه او کمه کچه په افغانستان کې ځان خوندي کړی او له دې هېواده د خپل ایډیولوژیک او تدارکاتي مرکز په توګه کار اخلي ترڅو نوي جنګیالي وګماري او په پټه د بهرنیو عملیاتو توانمني بیا پيدا کړي.
لیکوالانو په دې راپور کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د القاعدې ډلې یو شمېر غړي اوس هم د طالبانو حکومت په لوړو چوکیو کار کوي، د کاپيسا او نورستان والیان او همداراز د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاج‌میر جواد د القاعدې غړي معرفي شوي دي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا په راپور کې د سرچینو په تېره بیا غړو هېوادونو له خولې ویل شوي چې د القاعدې مشران د افغانستان او ایران ترمنځ د تګ راتګ په حال کې وو.
۲ـ له بلې خوا د کابل له سقوطه دوې اونې وروسته، د اسامه بن لادن امنیتي مسوول محمد امین الحق ننګرهار ولایت ته ستون شو، هغه مهال د امین الحق تصویر یو ځل بیا هېواد ته د القاعدې د راستنېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې او یو شمېر لوېدیځو رسنیو هم ترې خبر جوړ کړ.
۳ـ د جوبایډن له دې ادعا وروسته، د امریکا د متحده ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مک‌کال د ملګروملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ وویل چې طالبانو نه یوازې له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړې، بلکې د القاعدې غړو ته پیسې هم ورکوي.
۴- د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان هم افغانستان کې د القاعدې له منځه تلل تایید نه کړل او د جو بایډن د ادعا په اړه یې یوازې ویلي چې طالبان د دوحې هوکړه‌لیک ته ژمن ګڼي؛ د دغه هوکړه‌لیک له مخې له افغانستان باید د هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د امریکا د ګټو پر وړاندې کار وانه‌خیستل شي.
د امریکا هېڅ چارواکي یا بنسټ دا ادعا نه ده تایید کړې او افغانستان کې د القاعدې د له منځه تلو په اړه سندونه د جو بایډن د ادعا پر ضد دي.
نوټ: راپور یوازې په افغانستان کې د القاعدې د له منځه تلو ادعا ریښتیا ارزولي دي.