د ګونګوسو او ناسمو خبرونو په خپرولو د اندېښنو رامنځته کول

خپور شوی: July 28, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

په تېرو دوو ورځو کې د ګڼ شمېر ټولنیزو خبري رسنیو کاروونکو یو خبر خپور کړ چې له مخې یې ټاکل شوې وه جمعه د زمري په اوومه د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یوه نجلۍ او یو هلک سنګ‌سار شي.
دا خبر په پراخه توګه په خواله رسنیو کې خپور شو او ګڼ غبرګونونه یې راوپارول؛ خو د چلوصاف موندنې ښيي چې دا پېښه به ونه شي او دا یو ناسم او ګمراه‌کوونکی خبر دی.

ريښتیا ارزول
د یو شمېر پېژندل شویو او فعالو څېرو له‌خوا د دوو ځوانانو د سنګسارولو خبر له خپرېدو وروسته، د ټولنیزو رسنیو ډېری کارکوونکو دا خبر بیا خپور کړ او په هکله یې خپل نظریات ولیکل.
چلوصاف ددې خبر د ريښتیا ارزولو لپاره، له درېیو رسمي او معتبرو او درېیو ځايي سرچینو په دې اړه پوښتنې وکړه؛ خو درې‌واړو رسمي سرچینو دا خبر دروغ او ناسم بللی؛ ځایي سرچینو هم وویل چې دوی هم ددغه خبر په هکله اورېدلي؛ خو په ريښتیا او دروغ یې نه پوهېږي.

ولې دا خبر ناسم کېدای شي؟
د طالبانو محکمو په څو موردونو کې ښځې او نارینه د خلکو په مخکې په دُرو وهلي، د هغو اعلامیو پربنسټ چې د طالبانو د محکمو له‌خوا خپرې شوې د هغو کسانو جرمونه چې سزا ورکړ شوې «زنا، لواطت، له کوره تېښته او غلا» وه.
د دغو دوو ځوانانو په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې له کوره تښتېدلي او غواړي په خپله خوښه د ژوند ملګری وټاکي او سره ژوند وکړي.
د دوی د سنګ‌سار په هکله د خبر خپرېدل له هغه چلند سره توپیر لري چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د دغه راز پېښو په اړه لرلي دي.
دا توپیر کېدای شي شک رامنځته کړي؛ ځکه چې دې ته ورته تورونو لپاره سزا په دُرو وهل او زنداني کول دي نه سنګ‌سارول.

غبرګونونه
په بغلان ولایت کې د سنګ‌سار په اړه د ګونګوسو له خپرېدو وروسته، یو شمېر «فعالانو» دا اوازه واقعیت وبلله او د مخنیوي لپاره یې شعار جوړ کړ او همداراز یې د عدالت غوښتنې یو بهیر پيل کړ؛ آن بهرنیو بنسټونو ته یې لیکونه او پيغامونه ولېږل.
له دغې عدالت غوښتنې څو ساعته وروسته دا خبر دروغ ثابت شو او دا عدالت غوښتنه هم لکه غشی په هوا کې بې اغېزې شوه.

د دروغو خبرونو پایلې
د دوو ځوانانو د مړینې خبر هغه هم د خاوند د انتخاب په تور، غمجمن، نه‌منصفانه او لویه پېښه وي، دا مړینه که د سنګ‌سارولو له لارې وي، وېروونکې او ظالمانه هم ده.
سنګ‌سار د یو شمېر کسانو لپاره ـ چې د جزییاتو په اړه یې خبر نه لري او همداراز د انسان حقونه ورته ارزښت نه لري ـ ښايي یوه عادي پېښه وي؛ خو د ډېری کسانو لپاره دا زړه‌ بوږنوونکې پېښه ده او د انسان رواني حالت ته زیان رسولای شي.
له بلې خوا، هغه کسان چې ناسم خبرونه خپروي، خپل اعتماد ته هم زیان رسوي او په راتلونکي کې به لوستونکي د دوی په لیکنو لږ باور وکړي.