کونړ کې د اوبو د نشتون په اړه ناسم او ګمراه‌کوونکی خبر

خپور شوی: August 3, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

آمو ټلوېزیون د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې کروندو ته د اوبو د نه رسېدو په اړه خبر جوړ کړی او په سرلیک کې یې لیکلي: «کونړ کې د اوبو نشتون او دې موضوع ته د طالبانو له نه پاملرنې د کروندګرو شکایت.»
د دې خبر په بله برخه کې راغلي، چې د اوږدمهاله وچکالۍ له امله سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه شاړه شوې ده.
ریښتیا ارزول
د خبر په سرلیک کې داسې ولایت ته چې اوبه لري؛ خو اوبه یې نه مدیریت کېږي، د اوبو د نشتون کلمې کارول ناسم او ګمراه‌کوونکي دي.
د هېواد په ختیځ کې کونړ په داسې برخه کې پروت ولایت دی چې د نورو حوزو په پرتله د ورښتونو کچه پکې زیاته ده.
دغه ولایت د نورو ولایتونو په پرتله د ورښت او اوبو له کمښت سره نه دی مخ، له همدې امله یې بې اوبو ولایت نشو بللی. د کونړ سیند تل اوبه لرلې دي؛ خو د دې ولایت د اوبو په مدیریت کې د سمې کړنلارې د نشتون له امله د غرونو په لمن او داسې برخو کې چې له سیند څخه لوړې دي، کروندې زیانمنې شوې دي.
آمو ټلوېزیون په یوه تصویري بسته کې د کونړ شنې سیمې ښيي، په دې تصویرونو کې هم لیدل کېږي چې د کونړ سیند له اوبو ډک دی، خو د اوبو رسوولو شبکه نشته چې اوبه له سیند څخه لوړو ځمکو ته ورسوي.