د افغانستان انټرنشنل لهخوا د یوه طالب چارواکي د خبرو تحریف
افغانستان انټرنشنل شبکې په یوه راپور کې د ځايي سرچینو له قوله لیکلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په بامیان کې د یوې ناستې پرمهال ویلي: «افغانستان فارسي ژبې ته اړتیا نه لري او اړینه نه ده چې موږ فارسي ادبیات زده کړو.»
دغه طالب چارواکي د فارسي ژبې نوم نه دی اخیستی، له همدې امله راپور ناسم او ګمراهکوونکی دی.
ریښتیا ارزول:
چلوصاف چې د دغه طالب چارواکي د خبرو یوه برخه اورېدلې ده، د فارسي ژبې په اړه یې څه نه دي ویلي او موخه یې د فارسي ژبې بې ارزښته ښودل هم نه وو.
په دې خبرو کې دغه طالب چارواکي غوښتي چې خلک پرمختګ او آبادۍ ته وهڅوي، له همدې امله یې له ځوانانو غوښتي چې د حقوقو، ابیاتو او هنر پر ځای انجنیري او تدریس زده کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال پښتون دی؛ خو په فارسي ژبه خبرې کوي، فارسي ژبه د دغه طالب چارواکي دویمه ژبه ده او ښايي نه دی توانېدلی چې خپله موخه په سمه توګه بیان کړي.
پایله:
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال د خبرو تحریف د دغه خبر لوستونکي ګمراه کړي دي او د فارسي ژبې بې ارزښته ویلو ته اشارې دغو خبرو ته قومي رنګ ورکړی دی.
آیا تېروتنه کولای شي قومي او ژبنی درز زیات کړي؟
تبصره:
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کلتوري برخه کې فعالیت کوي نه د انجنیرۍ په برخه کې او د انجنیرۍ زده کړې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال لهخوا د ځوانانو هڅول ناسم کار دی.
له دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو له ځینو لیکدړو فارسي ژبه لیرې کړې ده.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

