داعش او سیمهییز ګواښ
د سږ کال عاشورا له چاودنې پرته ترسره شو او د داعش له مرګونو بریدونو سره مخ نه شو؛ خو آیا په هېواد کې امنیت ټینګ شوی؟
آیا داعش په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو په ترسره کولو کې ناتوانه شوی او یا د یوې موکې په لټه کې دی ترڅو خپل بریدونه بیا پیل کړي؟
په دې لیکنه کې د هېواد د امنیت د خوندیتوب په هکله د طالب چارواکو د ادعاوو ریښتیا ارزونه کوو.
اشاره
د خراسان داعش څانګه، څو ملیتي ترهګره او سُني مذهبه توندلارې ډله ده چې د عراق او سوریې داعش په پیروۍ سره یې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د افغانستان په ختیځ کې فعالیت پيل کړ.
ددې ډلې موخه له داعش څخه په پیروۍ، په سیمه کې د اسلامي خلافت رامنځته کول دي. د داعش خراسان څانګې مشري په پیل کې د افریدي جنګیالیو کوله او وروسته له دې ډلې سره د افغانستان او منځنۍ آسیا جنګیالي ورسره یو ځای شول او په افغانستان او پاکستان کې یې مرګوني بریدونه ترسره کړل.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې توندلاري مذهبي اقدامات او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د توندلارو مدرسو فعالیتونو ددې ډلې د رامنځته کېدو زمینه برابره کړه.
د افغانستان مخکینی حکومت هم د طالبانو لهخوا له داعش سره په مرسته تورن شوی و. د منځنۍ آسیا په تیره بیا د ازبکستان او تاجکستان د جنګیالیو حضور او همداراز د افغانستان په شمال کې ددې ډلې فعالیتونو، د منځنۍ آسیا هېوادونه ددې ډلې له راتلونکي په وېره کې اچولي او د داعش خراسان څانګه د افغانستان او سیمې په ګډ دښمن بدله شوې ده.
د یوې شل کلنې جګړې پای او د تازه جګړې پيل
د جمهوري نظام په سقوط او طالبانو په بیا ځلې واکمنۍ سره، د جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته ورسېده؛ خو دا هېواد سولې ته نه دی رسېدلی او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت او همداراز د افغانستان او ګاونډیو د امنیت په اړه جدي اندېښنې پر خپل ځای دي.
د ملګروملتونو د شمېرو پربنسټ، د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته څه د پاسه زر تنه ملګي وګړي ـ ډېری یې په ترهګرو بریدونو کې – وژل شوي او کابو درې زره نور ملکیان ټپیان شوي دي.
دا شمېرې ددې واقعیت ښودنه کوي چې افغانستان لا هم سولې ته نه دی رسېدلی او ترهګر بریدونه تراوسه هم ددې هېواد له وګړو قرباني اخلي.
د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته مرګوني بریدونه
له طالبانو سره د خبرواترو ملاتړي، د تاوتریخوالي پای له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو د خبرو اصلي لامل باله؛ خو د جمهوري نظام په سقوط او طالبانو په بیا واکمنېدو، له جمهوریت وروسته افغانستان د تاوتریخوالي او امنیتي ګواښونو له نوي پړاو سره مخ شوی دی.
د داعش بریدونه چې تر ټولو زیات رسنیز پوښښ یې لرلی دی:
۱.د کابل پر هوايي ډګر برید، د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه، د قربانیانو شمېر: ۱۷۰ مړه او څه د پاسه ۱۶۰ نور ټپیان
۲. په کندز کې د شیعه وګړو پر جومات برید، د ۱۴۰۰ د تلې میاشتې ۱۴مه، د قربانیانو شمېر: څه د پاسه ۵۰ مړه او له سلو زیات ټپیان
۳. پر سردار محمد داوود خان روغتون برید، د ۱۴۰۰ د لړم میاشتې لسمه
۴. پر شهید عبدالرحیم ښوونځي برید، د ۱۴۰۱ کال د لړم لسمه، د قربانیانو شمېر: ۲۰ مړه او ۴۸ نور ټپیان
۵. د اهل تصوف پر خانقا برید، د ۱۴۰۱ کال د غويي نهمه، د قربانیانو شمېر: ۶۶ مړه او ۷۸ ټپیان
۶. په کابل کې د سیکانو او هندوانو پر «ګوردوارا» عبادتځای برید، د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۲۸مه
۷. په کابل کې د روسیې پر سفارت برید، د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې ۱۴مه؛
۸. پر کاج ښوونیز مرکز برید، د ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې اتمه، د قربانیانو شمېر: ۵۳ مړه او ۱۱۷ ټپیان
۹. په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید، د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې یوولسمه؛
۱۰. پر هغه هوټل برید چې مېلمانه یې چینايي وګړي وو، د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ ۲۱مه؛
۱۱. د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو برید، د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۲۱مه؛
۱۲. د بدخشان د طالبانو پر مرستیال والي ځانمرګی برید د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي ۱۶مه؛
۱۳. د بدخشان د مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې پر مراسمو برید د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په اتلسمه، په دې برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او څه د پاسه دېرش نور ټپیان شول، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو قوماندان صفي الله صمیم هم شامل و.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په وروستیو پنځو میاشتو کې ـ پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو او په ۲۰۲۲ کال کې هره میاشت د داعش بریدونه ثبت شوي دي.
ډېری دا بریدونه په ننګرهار، کابل او کونړ ولایتونو کې شوي وو.
د داعش ضد عملیات
طالبانو اعلان کړی چې په تېر هجري لمریز کال کې یې د داعش خلاف اتیا پوځي عملیات ترسره کړي، د طالبانو د ویندویانو د څرګندونو پربنسټ په دغو عملیاتو کې څه د پاسه سل داعشیان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات نیول شوي دي.
د داعشیانو په وژل شویو کسانو کې د دې ډلې دوه قوماندانان هم وو.
۱. د داعش د خراسان څانګې کشمیری قوماندان اعجاز آهنګر.
۲. د داعش د خراسان څانګې قوماندان اعجاز آهنګر.
۳. په افغانستان کې د داعش دویم نمبر کس مولوي ضاءالدین.
۴. د خراسان شورا غړی ابوعمر افریدی.
۵. د واټ ترڅنګ بمونو جوړوونکی او پوځي روزونکی سلمان تاجکستانی.
د غبرګولي په نولسمه پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د داعش د خراسان څانګې مشر ثناءالله غفاري یا شهاب المهاجر په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.
ثناءالله غفاري د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د داعش د خراسان څانګې مشر معرفي شو او د دې ډلې د پېچليو عملیاتو او مالي مسایلو مشري یې کوله.
د امریکا دولت د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په اتلسمه د هر ډول هغو معلوماتو لپاره چې د داعش د خراسان څانګې د مشر د نیول کېدو یا عدالت ته د سپارلو لامل شي لس میلیون ډالري جایزه وټاکله.
د داعش د خراسان څانګې مشر، د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه د کابل په هوايي ډګر کې د ترهګر برید پلانوونکی بلل شوی دی.
د شهاب المهاجر د وژل کېدو خبر د پاکستاني پوځیانو لهخوا رسنیو ته ورکړ شو؛ خو تراوسه د نورو بنسټونو له لوري نه دی تایید شوی.
دا ټولې پېښې طالب چارواکي په تېره بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ردوي چې ویلي یې دي «په افغانستان کې داعش نشته.»
د طالب چارواکو د مرمۍ ضد موټر
طالب چارواکو تل ویلي چې په افغانستان کې امنیت خوندي شوی او هېڅ ډله نشي کولای امنیت ګډوډ کړي؛ خو دغه چارواکي په تګ راتګ کې له زرهي موټرو کار اخلي.
د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په دوبي کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته له بهرنیو ځواکونو او د جمهوري نظام د چارواکو زرګونه زرهي موټر پاتې شوي دي. په اوسني وخت کې دغه ټول موټر د طالب چارواکو له خوا کارول کېږي.
که په ټول افغانستان کې د امنیت د خوندیتوب په هکله د طالبانو ادعا سمه وي، نو ولې طالب چارواکي له زرهي موټرو کار اخلي؟
په زرهي موټرو کې او له وسله والو ساتونکو سره د طالب چارواکو ګرځېدل په افغانستان کې د ماتېدونکي امنیت او د طالب چارواکو د زیانمنېدو ښودنه کوي ـ په جمهوریت دوره کې د دوی په خپله طریقه د داعش له احتمالي بریدونو زیان.
ولې داعش سیمهییز ګواښ دی؟
د داعش د خراسان څانګې ډېری مشران یا پاکستانیان دي ـ د پاکستان د اورکزیو – او یا په پاکستان کې له ځینو ډلو سره اړیکې لري.
دا ډله په پاکستان کې رامنځته شوې د لومړي ځل لپاره یې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې خپل فعالیتونه پیل کړل او وروسته د زابل، هلمند او هېواد په شمال کې په ځینو برخو کې پراخ شول.
داعش سیمهييزه تګلاره لري او دې ډلې د لرغوني خراسان چې څو هېوادونه پکې شامل دي ـ له ایرانه تر منځنۍ آسیا او پاکستان پورې ـ پکې شامل کړي، له همدې امله په افغانستان کې دغې ډلې خپل نوم، د داعش د خراسان ولایت څانګه اېښی دی.
کله چې توندلارو په تېره بیا د پاکستاني طالبانو تحریک پخوانیو غړو له داعش سره خپله وفاداري اعلان کړه، پاکستان د داعش فعالیتونو او ددې ډلې د کسانو جذبولو د مخنیوي لپاره د پام وړ کار ونه کړ – په تېره بیا د مدرسو او هغو برخو چې داعش کولای شوای له دغو برخو کسان جذب کړي. دغې ناغېړۍ د پاکستان لپاره هم ناوړه پایلې لرلې دي.
د سولې څېړنو انستیتوت د یوه راپور پربنسټ په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په پاکستان کې له څلورو یوه برخه بریدونه د داعش لهخوا پلان او عملي شوي.
وروسته پاکستاني پوځیانو په دغه هېواد کې د داعش غړو د نیولو اقدام وکړ او یو شمېر یې ونیول.
منځنۍ آسیا هم له دې پلوه زیانمنه شوې، د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته د ازبکستان سرحدي سیمې څو ځله د افغانستان له خاورې له توغندويي بریدونو سره مخ شوې او داعش له ازبکستاني او تاجکستاني جنګیالیو د ترهګرو بریدونو لپاره کار اخلي، له دې وړاندې د ازبکستان د اسلامي حرکت جنګیالیو اعلان کړی و چې له داعش سره یو ځای شوي دي.
وسله والې ډلې؛ متحدین او دښمنان
د ملګروملتونو امنیت شورا د بندیزونو او څارنې د راپور له مخې، افغانستان د ترهګرو ډلو د حضور له امله، لا هم د منځنۍ او سویلي آسیا هېوادونو په وړاندې د ترهګرۍ ګواښ اصلي سرچینه ګڼل کېږي.
په دې راپور کې چې د تېر کال په کب میاشت کې خپور شو، په افغانستان کې د القاعدې، د داعش د خراسان څانګې، پاکستاني طالبانو تحریک، د ازبکستان اسلامي حرکت، د ختیځ ترکستان غورځنګ، اسلامي جهاد ډلې، امام بخاري کتیبې، جماعت انصارالله او نورو دا ډول ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه لیکلي دي؛ له دې جملې داعش د طالبانو اصلي سیاله ډله ګڼل کېږي او د طالبانو د کارنده او اغېزناکې تګلارې له نشتوالي ګټه اخلي او فعالیت کوي.
ددغه راپور له مخې د داعش جنګیالیو شمېر له زرو تر ۳۰۰۰ اټکل شوی او د دې ډلې کابو دوه سوه جنګیالي د منځنۍ آسیا هېوادونو بلل شوي په داسې حال کې چې ددې شورا د غړو هېوادونو اټکلونو د داعش جنګیالیو شمېر کابو ۶۰۰۰ تنه بللی؛ خو دا ډله هېڅ برخه په واک کې نه لري او په ختیځ، شمال او پلازمیني ته نږدې له خپلو پټنځایونو عملیات پلانوي.
په دې راپور کې راغلي چې بلخ د پراختیا او اقتصادي عوایدو له پلوه د دې ډلې لپاره زیات ارزښت لري.
د ملي مقاومت جبهه او د آزادۍ جبهه
دا دوې جبهې چې تر ډېره د جمهوري دورې له پوځیانو جوړې شوې کله کله یې پر طالب جنګیالیو بریدونه لرلي دي؛ خو دا جګړې جبههيي نه دي او د برید او تېښتې له طریقې کار اخلي ـ چریکي جګړې.
ملي مقاومت جبهې په لومړي سر کې پنجشېر ولایت په واک کې درلود؛ خو طالبانو له سختو او پرلپسې جګړو وروسته د مقاومت دا دودیز مرکز ونیوه.
د ملګروملتونو د بخښنې سازمان اعلان وکړ چې د پنجشېر پېښې یې مستند کړې او له مخې یې طالبان په خپلسرو نیونو، شکنجې، له قانونه اخوا وژنو او جنګي جنایتونو تورن کړي دي.
په اندراب جبهه کې هم طالبانو تر هغه خپلو بریدونو ته دوام ورکړ چې قوماندان خیرمحمد خیرخواه له خپلو ملګرو سره ووژل شو.
د پنجشېر او اندراب په نښتو کې د طالبانو ټولې هڅې دا وې چې پرې نه ږدي د هېواد یوه برخه د وسله والو مخالفینو په واک کې وي.
د پنجشېر او اندرابونو جګړې د دواړو لوریو لپاره زیات تلفات لرل، په دې توپیر سره چې مقاومت جبهې د خپلو له لاسه ورکړو سرتېرو او قوماندانانو تش ځای ډک نه شو کړای او په دغو دوو جبهو کې جګړې د پام وړ کمې شوې؛ خو طالبان د خپلو له لاسه ورکړو سرتېرو ځای د ډکولو لپاره، زیات جنګیالي په واک کې لري.
د آزادۍ جبهې هم په ځلونو د طالب جنګیالیو خلاف د چریکي بریدونو خبر ورکړی دی؛ خو په سالنګ کې د خپلو قوماندانانو له لاسه ورکول ـ اکمل امیر، بصیر اندرابي او ملګري یې ـ د چریکي بریدونو په پرتله، دغې جبهې ته د طالبانو تر ټولو لوی ګوذار و.
دا دوې جبهې د هېواد هېڅ برخه په واک کې نه لري او له لږ شمېر سرتېرو سره یې په کوچنیو بریدونو بسنه کړې ده.
ددغو دوو جبهو په بریدونو کې یوازې د دواړو لوریو پوځیان قرباني کېږي او د هېڅ یوه لوري مشرانو ته کوم زیان نه رسېږي؛ طالبان به په دغه راز نښتو کې ستومانه نه شي؛ له همدې امله دا دوې جبهې د طالبانو لپاره جدي خطر نه ګڼل کېږي، خو که چېرې دا دوې جبهې د افغانستان ځینې برخې ونیسي او د ځواکونو په زیاتولو، جبههيي جګړو ته مخه کړي او طالبان په جګړو کې بوخت کړي. په دې حالت کې هم په لنډمهال کې د طالبان لپاره لوی سرخوږی نه شي رامنځته کولای، ځکه چې طالبان اوسمهال له امریکايي ځواکونو په پاتې شویو وسلو او جنګي وسایلو سمبال دي او د ځواکونو شمېر یې هم څو برابره زیات.
د سمیې او نړۍ له خوا د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ انتخاب
د تایید شویو معلوماتو له مخې مقاومت جبهه لږترلږه دوه دفترونه د تاجکستان په دوشنبې او د ایران په مشهد ښارونو کې لري؛ خو هېڅ هېواد په رسمي توګه له ملي مقاومت جبهې ملاتړ نه دی کړی.
د سیمهييزو او نړیوالو بنسټونو استازي ددې جبهې له غړو سره خبرې اترې کوي؛ خو دا بنسټونه او هېوادونه له دې سره په یو وخت له طالبانو سره د مشروط تعامل په لټه کې دي.
د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته پاملرنه، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ګاونډیو او نورو هېوادونو په وړاندې د افغانستان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره تضمین، د دغه تعامل له شرطونو څخه دي.
د امریکا متحده ایالتونو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې له هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي.
د ملي مقاومت جبهې دودیزو ملاتړو ایران او هند هم له طالبانو سره اړیکې نږدې کړې او دیپلوماتان یې په کابل کې حضور لري.
د منځنۍ آسیا هېوادونه چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو او د افغانستان له لارې د دغه هېواد د بندرونو د کارولو په لټه کې دي، خپله ګټه له طالبانو سره په رابطه کې ګوري.
له بلې خوا، د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان په شمال کې د داعش له فعالیتونو زیانمن دي، په تېره بیا په داعش ډله کې د تاجکستاني او ازبکستاني وګړو فعالیت – هغه توند لاري چې یا په خپلو هېوادونو کې تر تعقیب لاندې دي او یا له خپلو هېوادونو تښتېدلي او له دې ډلې سره یو ځای شوي دي.
د سیمې هېوادونه پوهېږي چې د داعش ګواښ څومره جدي او خطرناک دی، له همدې امله نه غواړي چې له ملي مقاومت جبهې په ملاتړ، خپلې ګټې له خطر سره مخ کړي او همداراز نه غواړي له مقاومت جبهې سره د طالبانو په بوختولو، داعش ته ډګر پرانیزي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، د داعش رسنۍ خراسان غږ په سیمه کې په فارسي، پښتو، ازبکي او روسي ژبو تبلیغ کوي او د دغې تبلیغاتي رسنۍ ازبکي او تاجکي خپرونې د یوه ازبکستاني وګړي له یو ځای کېدو وروسته فعالې شوې دي.
دغه ازبکستانی وګړی رشیدوف نومېږي، رشیدوف د داعش له خراسان څانګې سره له یو ځای کېدو او افغانستان ته له راتلو مخکې، په فنلنډ کې کارګر و.
د داعش خلاف د طالبانو عملیات به دا هېوادونه لازیات طالبانو ته نږدې کړي نه ملي مقاومت جبهې ته.
پایله
په اسلام آباد کې – د طالبانو په لومړۍ دورې کې – د دې ډلې سفیر عبدالسلام ضعیف له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د هغه په اند «امریکا نه غواړي طالبان نسکور شي او همداراز د طالبانو لپاره بدیل نه لري.»
دا خبره ښایي په پلویتوب تفسیر شي؛ خو په داسې وضعیت کې چې د جمهوري نظام ټول بنسټونه وپاشل شول او طالبان د هېواد پر ټولو برخو واکمن دي د واقعیت ښودنه هم کوي.
د بشري حقونو په تېره بیا ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه د اندېښنې وړ دي او له زیاتې غندنې سره مخ شوي؛ خو طالبان پوهېږي چې د افغانستان ګاونډیان او نړۍ د داعش ډلې د فعالیتونو له پراختیا وېره لري او په لنډمهال کې له دوی پرته بل انتخاب نه لري، له همدې امله خپلو توندلارو سیاستونو ته دوام ورکوي او نړیوالو غوښتنو په وړاندې نرمښت نه ښيي.
د جنګیالیو او بهرنیو توندلارو حضور په تېره بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو د جنګیالیو فعالیت، د افغانستان شمالي ګاونډي اندېښمن کړي دي.
دا اندېښنه په ځلونو د منځنۍ اسیا او روسي چارواکو له خوا مطرح شوې ده.
دا پوښتنه مطرح کېږي چې آیا بهرني جنګیالي خپل راتلونکی په افغانستان کې ویني؟ او یا پر خپلو هېوادونو د برید لپاره کړنلاره برابروي؛ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د اسلامي خلافت د لیدلوري پربنسټ کړنلاره.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

