آیا د افغانیو ارزښت زیاتېدل بېمخینې دي؟
آمو ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د امریکايي ډالرو پروړاندې د افغانیو پيسو ارزښت په بېمخینې توګه زیاتوالی موندلی.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د یوه امریکايي ډالر ارزښت تر ۸۵ کمو افغانیو ته رسېدلی دی.
دا راپور ناسم او ګمراهکوونکی دی.
ريښتیا ارزول
د افغانیو پيسو پر وړاندې د یوه امریکايي ډالر ارزښت د زمري میاشتې پر ۲۱ نېټه چې آمو ټلوېزیون دا راپور خپور کړی ۸۴.۳۵ و؛ په داسې حال کې چې د زمري میاشتې پر ۱۹ ورځ – له دې راپوره دوې ورځې مخکې – د افغانیو پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت ۸۳.۹۷ ثبت شوی دی.
ګمراهکوونکي معلومات
کممخینه او بېمخینه تر ډېره د منځمهال لپاره کارول کېږي او ان که په دې راپور کې ویل شوي وای چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانیو ارزښت زیات شوی هم دا راپور به ناسم نه و.
د ثبت شویو معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري میاشتې پر ۲۲ نېټه د طالبانو له واکمنېدو دوې ورځې مخکې، د افغانیو پر وړاندې د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۷۹.۹۸ ثبت شوی دی، له دې ورځې یوه اونۍ وروسته د افغانیو د ارزښت رسمي شمېرې نه دي ثبت شوې او د طالبانو له واکمنېدو پنځه ورځې وروسته د زمري میاشتې پر ۲۹ نېټه، د یوه امریکايی ډالر ارزښت ۸۵.۱۶ افغانۍ ثبت شوی دی، ۲۰ ورځې وروسته د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وږي په ۱۹ نېټه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۸۳.۸۲ افغانۍ ثبت شوی دی.
په تېره یوه میاشت کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت بېثباته و، کله ۸۳.۹۷ او کله ۸۸. په منځني ډول په تېره یوه میاشت کې د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۸۶ افغانۍ و.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

