په افغانستان کې خبریالي او د هغې ستونزې

خپور شوی: August 19, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

طالبانو په تېرو دوو اونیو کې لږترلږه نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې طالبانو دا خبریالان د هېواد په شپږو ولایتونو کې نیولي دي.

سرچینې چلوصاف ته وايي، چې دا خبریالان کابل ته لېږدول شوي او په بند کې دي.

د خبریالانو نیولو په افغانستان کې د خبریالۍ د کار په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې واکمنو چارواکو ته یې د عقیدې او بیان ازادۍ د حق، د زندانیانو حقونو ته د درناوي او ملاتړ او له کورنیو سره د زندانیانو د لیدنې د اجازې ورکولو، د مدافع وکیل لرلو او په تورونو د پوهېدو په اړه یادونه کړې ده.

په افغانستان کې د رسنیز کار محدودیتونه

د افغانستان د رسنیو ټول خبریالان په ځانګړې ډول تصویر اخیستونکي، له خپلو رسنیو بهر د فعالیت اجازه نه لري.

د رسنیو او رسمي کارکوونکو ترمنځ د قرارداد له مخې، هېڅ خبریال او تصویر اخیستونکی نشي کولای په دویمه رسنۍ کې کار وکړي.

آزاد خبریالان باید د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د فعالیت جواز واخلي او د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د یوټیوبرانو پر کار هم نوي محدودیتونه لګېدلي او هغوی د فعالیت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا جواز ته اړتیا لري او پر کارونو یې څارنه کېږي.

د ښځو د لاریونونو خبر له ورکولو مخنیوی

د افغانستان خبریالان او رسنۍ د لاریونونو په اړه د خبر په جوړولو کې له محدودیت سره مخ دي او نه شي کولای له ټولو اعتراضونو په ځانګړې توګه د ښځو له لاریونونو خبر جوړ کړي.

د بېلابېلو رسنیو ګڼو خبریالانو چلوصاف ته تایید کړې، چې طالبانو دوی ته ویلي له داسې لاریون څخه خبر نه شي جوړولای چې د طالبانو له بنسټونو سره یې همغږي نه وي شوې.

په تېرو دوو کلونو کې چې په ځلونو د کورنیو رسنیو خبریالانو غوښتي د ښځو له لاریونونو تصویر واخلي، د طالبانو له خوا نیول شوي او بېرته خوشي شوي دي.

کورنیو خبریالانو کارول

هغه رسنۍ چې له لوېدیځ څخه د افغانستان په اړه خبرونه جوړوي، په تېره بیا هغه رسنۍ چې تصویري راپورونه خپروي، اړتیا لري ترڅو له افغانستانه تصویرونه ولري.

دا رسنۍ په افغانستان کې د کاري جواز د نه لرلو له امله، نه شي کولای خبریال او تصویر اخیستونکی وګماري، له همدې امله په هغو خبریالانو پورې تړلي دي چې په هېواد کې فعالیت لري او په دې توګه داسې ښيي چې په هېواد کې فعالیت لري.

د کورنیو رسنیو پنځو خبریالانو او تصویر اخیستونکو چلوصاف ته تایید کړې چې د خصوصي رسنیو کارکوونکو ترې غوښتي چې د دوی لپاره هم تصویرونه ولېږي.

په کورنیو رسنیو کې درې مسوولین د دغو رسنیو له کارکوونکو د کار اخیستلو لپاره پر هڅو نیوکه کوي او دا کار غیراصولي ګڼي.

دغو مسوولینو چلوصاف ته وویل چې دوی نه غواړي د هغوي له ادرس او امکاناتو د نورو رسنیو لپاره کار واخیستل شي.

له څو رسنیو سره د کار له امله نیول کېدل

چلوصاف ته سرچینې وايي چې تازه نیول شوي خبریالان له یو شمېر هغو رسنیو سره د همکارۍ له امله چې له هېواده بهر فعالیت لري نیول شوي دي.

طالبانو تراوسه هغو رسنیو ته چې له بهره کار کوي د فعالیت اجازه نه ده ورکړې، له همدې امله دا رسنۍ د کورنیو رسنیو کارکوونکي په پټه ګماري.

چلوصاف ته سرچینو ویلي چې یو شمېر دغو خبریالانو د آمو او اطلاعات روز له ورځپاڼو سره هم کار کاوه.

د آمو ټلویزیون مسوول مدیر پر خپله ټویټر پاڼه په افغانستان کې د خپلو همکارانو نیول تایید کړي، اطلاعات روز ورځپاڼه په دې اړه جزییات نه ورکوي.

د طالبانو یو مسوول د نیول شویو خبریالانو په هکله وايي چې دا خبریالان د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه نیول شوي او د دوی د رسنیز کار سره تړاو نه‌لري.

دا خبریالان ورځني او عادي مسایل له هېواده بهر رسنیو ته لېږي او حساسو او نیوکې پاروونکو مسایلو ته اشاره نه شي کولای، سره له دې هم دغه محدودیت دوی له دا ډول برخلیک سره مخ کړي دي.

سرچینو چلوصاف ته ویلي چې طالبان هغه خبریالان په ګوته کوي او نیسي چې له هېواده بهر رسنیو سره همکاري لري.