د یوه غیرمسلکي او یو اړخیز خبر بېلګه
افغانستان انټرنشنل په هغه خبر کې چې د زمري میاشتې په یودېرشمه یې خپور کړی د وسپنې ویلې کولو او ګول سیخونو دوه شرکتونه د کابل د برېښنا رییس ته د رشوت په ورکولو تورن کړي دي.
دا خبر د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د ادعا پربنسټ لیکل شوی؛ خو په دې خبر کې د دغو دواړو شرکتونو هېڅ نظر نه لیدل کېږي.
نه تایید شوې ادعا
امرالله صالح طالبانو ته د زیان رسولو لپاره پر خپله ټویټر (اکس) پاڼه نه تایید شوي خبرونه لیکي او داسې سند نه وړاندې کوي چې دا ادعاوې تایید کړي.
امرالله صالح په داسې حال کې سرچینه کېدای شوای او ادعاوې یې د خپرولو وړ، چې د ولسمشر برحاله مرستیال وای.
افغانستان انټرنشنل د امرالله صالح ادعا لیکلې چې یوه شرکت دوه سوه زره ډالر او دوهم یو میلیون او دوه سوه زره ډالر رشوت ورکړی، ددې ادعا ثابتول ستونزمن کار دی د رسنۍ لپاره دا ډول ادعا او هغه هم یو اړخیزه غیرمسلکي عمل دی.
د رسنیو په خبرونو کې هرڅوک چې تورنېږي، حق لري له ځانه دفاع وکړي او رسنۍ باید دا زمینه ورته برابره کړي.
د یواړخیز خبر پایلې
افغانستان انټرنشنل په دې خبر سره د ننه په هېواد او بهر کې دغو دوو شرکتونو ته زیان رسولای شي. طالب چارواکي به ګمان وکړي چې دا معلومات د همدغو دوو شرکتونو لهخوا امرالله صالح ته لېږل شوي او په بهر کې هم دغه دوه شرکتونه طالب چارواکو ته د بډو ورکولو په تور زیانمنېدای شي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

