په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د طالب چارواکو د دوهګونو خبرو دوام
یو شمېر رسنیو د طالبانو د کورنیو وزارت د مرستیال محمد نبي عمري وروستۍ څرګندونې خپرې کړې چې په هغې کې په افغانستان کې د داعش له ګواښونو انکار شوی.
مولوي محمد نبي عمري په یوه غږیز پیغام کې ادعا کوي: «داعش داسې ښکارنده ده چې د نیواکګرو (بهرنیو ځواکونو) لهخوا رامنځته شوې، د دوی په واکمنۍ کې یې وده وکړه او د اشغال په پای کې، په افغانستان کې د بهرنیانو د نورو مزدورانو په شان، د دوی قدرت د له منځه تلو په حال کې دی.»
دغه طالب چارواکی په دې غږیز پيغام کې زیاتوي: «اوس دوی (داعش) تر ډېره د بهرنیو رسنیو په تبلیغاتو کې موجود دی نه په عملي ډګر کې.»
دغه طالب چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د همدې وزارت ویاند او د طالبانو حکومت نورو ویندویانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې پرخلاف د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی او د مولوي محمد نبي عمري دا څرګندونې د طالبانو د سرپرست حکومت د ویندویانو له خبرو سره په ټکر کې دي.
په وروستي مورد کې، له دغو څرګندونو دوې اونۍ مخکې، سرچینو رسنیو ته وویل چې د کابل په کارتهنو سیمه کې د داعش یو پټنځای له منځه یووړل شو، وروسته ذبیح الله مجاهد دا خبر پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړ؛ خو د داعش نوم یې یاد نه کړ.
واشنګټن پوست د سه شنبې په ورځ د امریکايي چارواکو له قوله ولیکل، د داعش یو غړی چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په زمري میاشت کې پر کابل هوايي ډګر د برید پلانوونکی و د طالبانو لهخوا ووژل شو.
په هغه برید کې کابو ۱۷۰ افغانان چې له افغانستانه د تېښتې په حال کې وو او دیارلس امریکايي پوځیان ووژل شول.
د هغو شمېرو له مخې چې د طالبانو د ویندویانو له خوا خپرې شوې، تراوسه په افغانستان کې د داعش غړو خلاف څه د پاسه اتیا عملیات ترسره شوي دي.
له دې مخکې د همدې وزارت ویاند ویلي چې په تېر هجري لمریز کال کې یې د داعش د خراسان څانګې له سلو زیات غړي له منځه وړي او څه د پاسه سل داعشیان نیول شوي دي.
له دې مخکې د ملګروملتونو امنیت شورا هم د یوه راپور په خپرولو په افغانستان کې د داعش د حضور او فعالیت خبر ورکړی دی.
په دې راپور کې د داعش ډلې د غړو شمېر له زرو تر درې زره تنو اټکل شوی دی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

