د امیر خان متقي ګمراه‌کوونکي معلومات

خپور شوی: April 28, 2023Categories: Uncategorized @ps

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي ګمراه‌وونکي معلومات ورکړي او یو شمېر رسنیو هم همدا ګمراه‌وونکي معلومات خپاره کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې د افغانستان امنیت د نورو ګاونډیو هېوادونو په پرتله ښه دی.
د نوموړي ادعا کېدای شي په څو بېلګو ناسمه ثابته شي:
افغانستان شپږ ګاونډي لري – پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین او داسې ادعا به بې‌بنسټه وي چې ګواکې د افغانستان امنیت له دغو هېوادونو غوره دی.
ښایي امیر خان متقي دغه ادعا پر پاکستاني پوځیانو د پاکستاني طالبانو له بریدونو وروسته مطرح کړې وي؛ خو په دې سره هم نه شي کولای افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښونه له پامه وغورځوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د راپور له مخې, افغانستان تر اوسه هم د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا هېوادونو پروړاندې ګواښل بلل کېږي.
په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې لکه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او څو نورې ترهګریزې ډلې فعالیت او حضور لري.
له دې مخکې طالب چارواکو افغانستان کې د داعش ډلې حضور رد کړی او همدې ډلې دوه ځله د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د امیر خان متقي دفتر ته نږدې دوه بریدونه وکړل چې په دغو بریدونو کې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکي هم ووژل شول.
دغه طالب چارواکی ادعا کوي چې ښایي افغانۍ د نړۍ په کچه یوازینۍ پیسې وي چې د امریکايي ډالرو پروړاندې یې ارزښت لوړېږي او کموالی نه مومي، په داسې حال چې نړیوالې ټولنې په وروستیو شلو میاشتو کې له افغانستان سره نږدې درې میلیارد ډالره مرسته کړې او همدې مرستو د افغانیو په نسبي ثبات کې رول لرلی دی؛ خو لا هم د دغو پیسو ثبات او ارزښت ماتېدونکی دی.