یوه پېښه دوه روایتونه
د ناروې د پناهغوښتونکو کمیټې رییس چې افغانستان ته تللی وايي، په کندهار کې یې له طالب مشرانو غوښتي یو مهالوېش وټاکي چې څه وخت ددې بنسټ ښځینه کارکوونکې خپلو کارونو ته ستنېږي ترڅو د اړمنو لپاره خپل کارونه پيل کړي.
یانایګلند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو په کندهار کې ورته ویلي، کار ته د ښځو د ستنېدو او د نجونو د زده کړو پیلېدو اجازې لارښوود د برابرېدو په حال کې دی.
خو باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي لیکلي چې د ناروې د پناهغوښتونکو کمیټې رییس د کندهار له مرستیال والي سره په کتنه کې، کندهار ته د خپل سفر موخه، هغو برخو ته د خدماتي پروګرامونو پراختیا بولي چې په تېرو شلو کلونو کې په کلکه د جګړې تر اغېز لاندې وې.
باختر دولتي خبري آژانس د طالبانو سرچینو ته لاسرسی لري؛ خو ددغه خبري آژانس ټول خبرونه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا له ارزونې وروسته خپرېږي او د ټولو پېښو جزییات په روښانه توګه نه شي لیکلی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

