د ښځو د زدهکړو د مخالفانو لهخوا د ښځو حقونو د خوندیتوب ادعا
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې د ښځو حقونو ته دې پاملرنه وشي او باید چا ته اجازه ورنهکړل شي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.
ریښتیا ارزول
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د ښځو او نجونو له زدهکړو سره یوه پېژندل شوې مخالفه څېره ده.
دغه طالب چارواکي د نجونو پرمخ د ښوونځیو – منځنۍ دورو او لېسو – او پوهنتونونو له تړلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د علم زدهکړه د ښځو لپاره مباح ده نه فرض.
د اسلام پیغمبر پر ښځو او نارینهوو د علم زده کول فرض ګرځولي دي؛ خو کوم تفسیر چې شیخ خالد کړی له هغو تفسیرونو سره په ټکر کې دی چې تر اوسه د اسلام د پيغمبر له خبرو شوي دي.
د ښځو حقونو ته د پاملرنې په اړه د دغه طالب چارواکي تازه څرګندونې د ده له چلند سره ډېر توپیر لري، له همدې امله دا ادعا ناسمه ده.
شا لید
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ښځو حقونه په ټولو برخو کې محدود او ترې اخیستل شوي دي.
د طالبانو په بیا راتګ سره د منځنۍ دورو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پرمخ وتړل شوې.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د لیندۍ میاشتې پر ۲۹ امر وکړ چې د پوهنتونونو دروازې دې هم د ښځو او نجونو پرمخ وتړل شي.
په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو له بندیز څخه څو ورځې وروسته د طالبانو اقتصاد وزارت د مرغومي میاشتې پر لومړۍ نېټه امر وکړ چې ښځې په نادولتي بنسټونو کې کار نه شي کولای.
د رسنیو مسوولیت
یو شمېر رسنیو له دې جملې طلوع نیوز پرته له دې چې دا ادعا وارزوي، په یوه اړخیزه توګه یې خپره کړې او دا کار ګمراه کوونکی کېدای شي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

