د افغانیو ثبات؛ د طالب مشرانو یا د امریکایي ډالرو رول
په کابل کې د طالبانو والي ادعا کوي چې د افغانیو په ثبات کې د طالب مشرانو اقتصادي نوښت د نړۍ له اقتصاد پوهانو او بانک لروونکو څخه لوړ دی.
د ملي ټلویزیون د یوه خبر له مخې، دغه طالب چارواکي ادعا کړې چې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته په اقتصادي برخو کې د تېرو شلو کلونو په اندازه پرمختګ شوی دی.
ريښتیا ارزول
د ملګروملتونو او نړیوال بانک د څېړونو له مخې، د نړیوالې ټولنې مرستو په تېره بیا نقدي مرستو د افغانیو په ثبات کې رول لرلی دی او د افغانیو د ثبات لپاره په پرلپسې توګه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې کېږي او دې کار د افغانیو ثبات ساتلی دی.
د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د یوه راپور پربنسټ، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د نړیوالې ټولنې مرستې ۳،۷ میلیارد ډالر وې، نو د افغانیو په ثبات کې د طالب مشرانو سیاستونو نه بلکې د نړیوالې ټولنې مرستو رول لرلی دی.
ددغه راپور له مخې، د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ کچه له اویا سلنې څه د پاسه ۹۰ سلنې ته ورسېد او افغانستان لاهم د نړیوالې ټولنې په مرستو پورې تړاو لري، د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت به د پر اقتصاد او د افغانیو پر ثبات ناوړه اغېزه وکړي.
له بلې خوا، طالبانو په یو شمېر نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی کړی او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او همداراز پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لري.
دا د هېواد د پرمختګ او لویې برخې د فعالیت مخنیوی او شاتګ دی چې ناوړه اقتصادي او رواني پایلې لري، له همدې امله دا ادعاوې ددې ترڅنګ چې بیخي ناسمې او ګمراهکوونکې دي، د خندا وړ هم کېدای شي.
سرچینې:
د طالبانو والی شیخ محمد قاسم خالد
د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۳ کال راپور
د نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال راپور
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

