Skip to content

October 26, 2025

  • اصلي پاڼه
  • د حقیقت معاینه
  • آرشیف
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • پشتو
    • English
    • فارسی

Uncategorized @ps

  • Uncategorized @ps

    آیا د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي ريښتیا افغانۍ نه پېژني؟

    آمو ټلویزیون د افغانیو په اړه د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکو […]

    May 15, 2023
  • Uncategorized @ps

    له عصري زده‌کړو سره مخالفت او له دیني زده‌کړو ملاتړ

    په دې اونۍ کې افغانستان کې دوې پېښې وشوې، چې […]

    May 12, 2023
  • Uncategorized @ps

    نړۍ کې د جمهوري نظامونو له منځه وړلو ته د طالبانو د قاضي‌القضات د زوی هڅونه

    د طالبانو د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني زوی عبدالغني میوندي پر […]

    May 10, 2023
  • Uncategorized @ps

    افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتونه د متقي انکار

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د […]

    May 8, 2023
  • Uncategorized @ps

    په نه تایید شويو خبرونو د خلکو تېر ایستل

    څه ډول خلک په یوه خبر سره دوکه او لالهانده […]

    May 7, 2023
  • Uncategorized @ps

    آیا د کابل پر هوايي ډګر برید د طالبانو لپاره د داعش لومړنی د خطر زنګ و؟

    د آمو ټلوېزیون انټرنټي پاڼې افغانستان کې د داعش د […]

    May 5, 2023
  • Uncategorized @ps

    په اپرېل میاشت کې د رسنیو د ارزونې راپور

    د چلوصاف دریځ چلوصاف د ريښتیا ارزونې او له جعلي […]

    May 2, 2023
  • Uncategorized @ps

    د امیر خان متقي ګمراه‌کوونکي معلومات

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان […]

    April 28, 2023
  • Uncategorized @ps

    په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د طالب چارواکو د دوه‌ګونو خبرو دوام

    یو شمېر رسنیو د طالبانو د کورنیو وزارت د مرستیال […]

    April 27, 2023
  • Uncategorized @ps

    د رسنیو له خوا د فیسبوکي لیکنې راپورول او رسنیز کول

    د جمعې په ورځ ، د فیسبوک یو کارونکی لیکلی […]

    April 6, 2023
Previous456Next

Copyright © Chalawsaf

Page load link

د طالبانو د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني زوی عبدالغني میوندي پر خپله ټویټرپاڼه ټول جمهوري نظامونه د کفارو (غیرمسلمانانو) له خوا جوړ شوي بللي دي او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتي چې په خپلو هېوادونو کې د لوېدیځ نظامونه پایته ورسوي.

مولوي عبدالغني میوندي لیکلي: «اوسني جمهوري نظامونه کفارو جوړ کړي، کفار یې پر مخ وړی سي، د مسلمانانو په سیمه کې دا نظامونه نه چلېږي، نو ټول اسلامي هېوادونه دې خپل نظامونه اسلامي او هڅه دې دا وي، چې نور  غربي نظامونو ته د پای ټکه کښېدول سي.»

د عبدالحکیم حقاني زوی په ټویټرپاڼه کې خپله څېره سانسور کړې او له دې مخکې د قضاء برخې له چارواکو څخه و.

عبدالغني میوندي د ابدي ژوند او منطق د فهم په اړه دوه کتابونه لیکلي دي.

د طالبانو قاضي‌القضات مولوي عبدالحکیم حقاني د طالبانو مشر هبت‌الله حقاني ته نږدې کس دی او د دې ډلې په ډېرو سختو پرېکړو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر کار او زده‌کړو د دې ډلې په بندیزونو کې یې مهم رول لرلی دی.

د طالبانو دغه چارواکي په یوه کتاب کې د اسلامي نظامونو په اړه لیکلي، ښځې ناقص‌العقل او ناقص‌الدین دي او زیاته کړې یې ده چې د ښځو ځای په کور کې دی او هغوی باید پټې او د خلکو له سترګو لیرې وي.

عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب کې راوستي: «هغه خلک چې خپل کارونه ښځو ته پرېږدي، په دنیا او اخرت کې نه بریالي کېږي.»

Go to Top